ايران د اونۍ په هنداره کښې
-
ايران د اونۍ په هنداره کښې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. نو ښه ده له تاسو غواړوو چې د دې مطلب تر آخره پورې له مونږ سره مل اوسئ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د کارګر يا مزدور د ورځې په درشل کښې د زرګونو کارګرانو په کتنه کښې د انقلاب او نظام په وړاندې د کارګرې ټولنې له وفادارۍ او ثابت قدمۍ څخه قدرونه وکړه. دوي د امريکې د دښمنيو دوام ته په اشارې سره تاکيد وکړ چې امريکايان د اعتماد وړ نه دي او د ايران په خلاف په مختلو بائيکاټونو سره کوشش کوي چې له ايرانه د ويرونې په رامنځته کولو سره په عملي توګه له بهر سره د هېواد د اقتصادي معاملو په لاره کښې خنډونه واچوي.
ايران د اونۍ په هنداره کښې د مطلب خبري رپوټونه دغه ملاقات ته په يوې کتنې سره شروع کوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د هېواد د کارګرې ټولنې له کوششونو څخه په مننې او د کارګرانو په قدرونې سره په ټولنه کښې کار او کوشش يو ارزښت وبلۀ او په تېرو اوۀ دېرشو کلونو کښې د امريکې د دښمنۍ باوجود د ايران د اسلامي جمهوريت پرمختګ ته په اشارې سره يې تاکيد وکړ، چې که دغه دغه دښمني تر راتلونکو نورو سلو کلونو پورې هم دوام وکړي نو مونږ به هم تر نورو سلو کلونو پورې پرمختګ وکړوو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر زياته کړه، د دې علت چې د دنيا ستر بېنکونه له ايران سره ملګرتيا ته حاضر نه دي له ايرانه هغه ويرونه ده چې امريکايانو رامنځته کړې او ورته دوام ورکوي.
دوي تاکيد وکړ، په ځلونو مې ويلي دي چې په امريکايانو اعتماد نه شي کېدې او اوس د دې مسئلې علت د څرګندېدو په حال کښې دے. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي وفرمايل، په کاغذ باندې ليکې او وائي چې ((بېنکونه دې له ايران سره معامله وکړي.)) خو په عمل کښې بل شان اقدام کوي چې له ايرانه ويرونه رامنځته کړي.
معظم رهبر تاکيد وکړ، د دغه مطلبونو پېغام دا دے چې له ايران سره د معاملې لپاره څه قدم پورته نه کړئ او په نتيجه کښې بهرني بېنکونه او پانګه وال عملاً له ايران سره په معاملو کښې له ويرې سره مخامخ کيږي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ايران د بائيکاټونو د سېسټم او نظام په ساتلو باندې د امريکائي چارواکو په متواتره توګه تاکيد د بهرنيو پانګوالو له شتون څخه د منعې کولو لپاره له ايرانه د ويرولو يوه څرګنده طريقه وبلله او وې ويل، مونږ له داسې يو دښمن سره مخامخ يوو او د هر يو فعاليت لپاره چې يې ترسره کړوو نو پکار دي د دغه دښمن وجود مفروض يا فرض کړے شوے وګڼو.
په امريکه کښې د يوې محکمې په وسيلې سره د ايران له پانګو څخه د يو ميليارډ او اتو سوو ميلين ډالرو غېر قانوني وېستل چې په يو بهرني بېنک کښې د بيه لرونکو پاڼو يا سېونګ سرټيفکېټونو په شکل کښې پرتې وې د ايران په خلاف د امريکې يو غليمانه اقدام دے. دغې موضوع د ايران د چارواکو سخت غبرګون په ځان پسې لرلے دے.
د امريکې سترې محکمې د اپرېل په شلمه نېټه په يو حکم کښې وويل چې د ايران له بلاک شويو پانګو څخه تقريباً دوه ميليارډالره پکار دي په نولس سوه درې اتيايم کال کښې په بېروت کښې د امريکائي عسکرو په اډه کښې په بم اېښودلو او نورو حملو کښې چې ويل کيږي ايران پکې لاس لرۀ د وژل شويو امريکايانو کورنيو ته ورکړې شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د دې مسئلې په رد عمل کښې د ايران له پانګو څخه د تقريباً دوه ميليارډ ډالرو د ايسارولو په اړه د امريکائي محکمې حکم يوه څرګنده غلا، د امريکې لپاره يوه حقوقي رسوائي او د ايران د ملت په خلاف د دښمنۍ د دوام په معنا وبلۀ.
روحاني زياته کړه، دا چې د دنيا په يوه ګوښه کښې يوه محکمه يا مقننه قوا وغواړي د ايران د ملت د حقوقو او اموالو لپاره فېصله وکړي په کامله توګه غېر قانوني، د نړيوالو حقوقواو د هغه تحفظ په خلاف چاره ده چې مرکزي بېنکونه يې په نړۍ کښې له حقوقي نظره لري.
د ايران د بهرنيو چارو وزير هم د ملګرو ملتو مشر ته په يو ليک کښې د ايران د خلقو د پانګو په خلاف د امريکې د کورنيو محکمو حکم د نړيوالو حقوقوپه خلاف يو ګواښ وبلۀ.
په دغه ليک کښې چې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د تېر زيات په ورځ بان کی مون ته حواله کړ تاکيد شوے دےچې امريکا دنده لري چې د خپلو غليمانه سياستو په وجه رامنځته شوي ځنډولې شوي تاوانونه د ايران خلقو ته ورکړي.
په دغه ليک کښې راغلي دي چې امريکې په وروستيو څو کلونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول د بهرنيو حکومتونو په خلاف د امريکې په کورنيو محکمو کښې د دعوې د وړاندې کولو لپاره خصوصي شکايت کوونکو ته د اجازې ورکولو او په حقيقت کښې د هغوي د هڅولو له لارې په متواتره توګه نړيوال نظم او حقوق له مشکل سره مخامخ کړي او په خطر کښې يې اچولي دی.
ظريف په خپل ليک کښې زياتوي، د امريکې مجريه قوه د ايران پانګونې په غېر قانوني شکل تړي، د دغه هېواد مقننه قوه د دغو پانګو د ضبطولو په خاطر د زمينه برابرونې لپاره يو لړ قوانين تصويبوي اوپه آخر کښې د امريکې قضائي قوه د نوموړو پانګو د مصادره کولو لپاره له عيني حقائقو سره بې ربطه او بې بنياده احکام صادروي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د حکومتونو د تحفظ اصل ته په اشارې سره تاکيد وکړ: د حاکميت لرونکي يو حکومت په خلاف ټولې ادعاګانې پکار دي د اټکل شويو چارو مطابق او په دوه يا څو اړخيزو توافقاتو کښې ورباندې غور وشي او يا د نړيوالو صالحو محکمو له لارې په مناسبه طريقه حل شي.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د لسمو انتخاباتو دويمه مرحله د تېرې جمعې په ورځ په يويشتو صوبو کښې ترسره شوه. د دغو انتخاباتو په دويمه مرحله کښې د جرګې د باقي پاتې اتۀ شپېتو چوکيو د برخليک د ټاکلو لپاره يوسل شپږ دېرش نامزدو کسانو په خپلو کښې سيالۍ وکړې.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د لسمې دورې د انتخاباتو وړومبۍ مرحله د رهبرۍ د خبرګانو د جرګۍ د انتخاباتو له پينځمې دورې سره په يو وخت د فرورۍ په شپږويشتمه نېټه ترسره شوې وه.
د ايران د دفاع وزير جنرل حسېن دهقان تېره هفته په ماسکو کښې د دوه زره شپاړسم کال د ماسکو د نړيوال امنيت په پينځم کانفرنس کښې په ګډون سره د روسيې د دفاع له وزيرجنرل سرګئ شويګو سره کتنه وکړه.
د ايران او روسيې د دفاع وزيرانو په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو د فوځي او دفاعي ملګرتياو د پراختيا لارې چارې او د خبرو اترو د څو ترسره شويو دورو نتائج وڅېړل .
ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې ورپسې رپوټ له دغه موضوع سره اړوند دے.
د ايران او روسيې د دفاع وزيرانو په ماسکو کښې په خپلو خبرو اترو کښې د فوځي – فني موافقو د اجرا له چلند څخه د خوښۍ په څرګندولو سره تاکيد وکړ، دغه چلند د نويو فېصلو او موافقو د غوره کولو لپاره ډېرې مناسبې زمينې برابرې کړې دي.
جنرل دهقان د ايران او روسيې نزدې او تاثير کوونکې ملګرتيا د کاميابې او مناسبې نمونې په توګه ياده کړه او د سيمې په تېره بيا په سوريې کښې د بحرانونو په کنټرولولو کښې د ايران او روسيې کردار يې بنيادي او ځانګړے وبلۀ.
د ايران د دفاع وزير همدارنګ وويل د ايران او روسيې ډېره نزدې ملګرتيا د ترهه ګرۍ په دړې وړې کېدو کښې د چټکتيا او د امنيت او قرارۍ د ستنېدو سبب شوې ده او دواړه خواوې په خپل قوت سره دغه چلند ته دوام ورکوي.
حسېن دهقان د ايران د دفاعي سټراټيجۍ اصلي محور د دفاع د توان زياتوالے وبلۀ او وې ويل، اسلامي جمهوريت به د وسله والو ځواکونو د وسله ايزوالي په نسبت په لوړو سطحو کښې د اهدافو او ملي ګټو د پوره کولو لپاره اقدام وکړي او په دې لاره کښې هيڅ اراده يا څه محدوديت نه شي کولې د دفاعي په تېره بيا د توغنده اي دفاعي توان د پراختيا او ودې خنډ شي.
د ايران د دفاع وزير همدارنګ د ماسکو د دوه زره شپاړسم کال د نړيوال امنيت په کانفرنس کښې په يوې وېنا کښې د ترهه ګرو ډلو د ملاتړو او جوړوونکو هېوادونو لخوا د ظاهري او شعاري ائتلافونو په کردار باندې په نيوکې سره وويل، دغه ائتلافونه يوازې د ګوزار او ماتې خوړل شويو ځواکونو د بيا منظمولو، سنبالولو او له روحي لحاظه توانمنولو په لټه کښې دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې د بهرنيو خپرونو مرستيال محمد اخګري تېره هفته د اېشيا رېډيو او د دوه زره شلم کال رسنې نومې غونډه کښې د ګډون لپاره چين ته په خپل سفر کښې د زياتو مخاطبانو لرونکې رسنې په توګه د بهرنيو خپرونو د څانګې د رېډيوئي فعاليت د پراختيا په زمينه کښې د ايران هلې ځلې بيان کړې.
ډاکټر اخګري د دې په بيانولو سره چې د نړۍ په آنلائن رسنيو کښې د نويو رسنيو شتون په پېکنګ کښې د اېشيا رېډيو او د دوه زره شلم کال رسنې نومې غونډه کښې يو مهم بحث دے څرګنده کړه چې د رېډيوئي پروګرامونو ټول چلوونکي په آنلائن رسنيو او د پروګرام جوړونې په نوي فورم او قالبونو کښې د رسنيو اثر کوونکي رول باندې اعتراف کوي چې مخاطبان وکړې شي په ډېر ساده شکل سره له رسنيو سره په ارتباط کښې وي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې مرستيال همدارنګ په پېکنګ کښې د چين د نړيوال رېډيو له مشر سره په کتنه کښې په راتلونکو نزديو وختونو کښې د ((پارس ټوډے)) په نامه د بهرنيو خپرونو د سائيټ د شروع کېدو خبر ورکړ او وې ويل،د دغه سائيټ له لارې به د ايران او نړۍ وروستي او تازه خبرونه د نورو رسنيو په اختيار کښې ورکړې شي.
اخګري د چين له نړيوال رېډيو سره د ګډو پروګرامونو د جوړولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې د چمتووالي په اعلانولو سره زياته کړه، په ټوله نړۍ کښې د بهرنيو خپرونو د څانګې د خبريالانو شتون ته په پام سره د دنيا له مختلفو هېوادونو څخه د خبر د جوړولو امکان موجود دے.
د آذربائيجان جمهوريت ولسمشر په دوو اړخيزو، سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د ملګرتياو د پراختيا لپاره د خپل هېواد په کلکې ارادې تاکيد وکړ.
د آذربائيجان جمهوريت ولسمشر الهام علي اف د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ په باکو کښې د ايران د کلتوري، لاسي صنائعو او سياحت د ادارې له مشر او د ولسمشر له مرستيال مسعود سلطاني فر سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو ښو تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، په تېره بيا په اقتصادي برخه کښې د تعلقاتو د لا پراختيا لپاره لازمي اقدامات ترسره شوي دي.
علي اف د رشت – آستارا د رېلوے لائن په جوړولو کښې د آذربائيجان ګډون له ايران سره د اقتصادي ملګرتياو يوه نمونه وبلله او په تېره بيا يې د سياحت په ډګر کښې د ملګرتياو د پراختيا غوښتنه وکړه.
د اپرېل نهويشتمه نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت په جنترۍ کښې د ايران له جنوبي اوبو څخه د پرتګاليانو د وتلو او د فارس خليج ملي ورځ نومولې شوې ده.په دې مناسبت په بندرعباس کښې د فارس خليج نړيوال کلتوري او هنري فېسټيوال جوړ شو.
د ايران د اسلامي کلتور او ارشاد وزير علي جنتي په دغه فېسټيوال کښې وويل، فارس خليج له ايران سره د تعلقاتو دروازه ده او پکار دي د فارس خليج د سيمې ټول هېوادونه د سولې او دوستۍ په سيمه بدل شي.
د ايران د اسلامي کلتور او ارشاد وزير وويل فارس خليج له قوميت او نژاد نه وراخوا او د ملي وحدت يوه ذريعه ده او د ايران د اسلامي جمهوريت په فوځي تشخص کښې يو مهم رول لري.
د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې د سټراټيجکو تحقيقاتو د مرکز مشر ډاکټر علي اکبر ولايتي تېره هفته په تهران کښې د خبريالانو په ټول کښې له ثالث هېواد څخه د ايراني حاجيانو لپاره د وېزې د صادرېدو په اړه د سعودي چارواکود څرګندونو په رد عمل کښې وويل، د حج په اړه د هر ډول خنډ اچونه د خداے په لاره کښې خنډ اچونه ده.
ولايتي زياته کړه سعودي عربستان د خداے د کور د منجور په توګه او د اسلامي او ديني فريضې له مخې پکار دي د هغو شرائطو چې په تېرو وختونو کښې به يې خيال نه ساتۀ خيال وساتي او د ټولو حاجيانو په تېره بيا د ايراني حاجيانو احترام وکړي.
د ويلو ده چې تېره هفته د ايران د حج او زياراتو د ادارې د مشر سعيد اوحدي په مشرۍ يو پلاوے د سږ کال د حج په باره کښې د خبرو اترو لپاره د سعودي د حج د وزير په رسمي دعوت دغه هېواد ته لاړ خو خبرې اترې يې څه وروستۍ نتيجې ته ونه رسېدې.
د سږ کال د حج د ايراني زائرانو برخليک ټاکنه د سعودی لخواپه يو اړخيزه توګه د تعلقاتو د پرې کولو په وجه له ځنډ سره مخامخه شوې ده.
د ايران د څلور سوه څلور شپېته حاجيانو په شمول زرګونه حاجيان د دوه زره پينځلسم ميلادي کال د ستمبر په څلوريشتمه نېټه په منا سيمه کښې د حج د مناسکو د ادا کولو په حال کښې د آل سعود د چارواکو د غلط انتظام او تدبير په دليل شهيدان شول.
په ايران کښې د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي د ايران د اسلامي جمهوري حکومت لخوا د بهرنيو کډوالو ته د زدکړو او روغتيائي خدمتونو قدرونه وکړه.
ايران په تېره اونۍ کښې پروګرام دغه خبر ته په يوې کتنې سره ختموو.
گوينده /
سېوانکا دانا پالا زمونږ خبري اژانس سره په مرکه کښې تاکيد وکړ چې له بهرنيو کډوالو سره د ايران د اسلامي جمهوريت مرستې ډېرې ښې دي او دغه کمېشنري هم کوشش کوي چې په دې لړ کښې د ايران له حکومت سره مرسته وکړي.
سېوانکا دانا پالا زياته کړه، د کډوالو په چارو کښې د ملګر ملتو عالي کمېشنري د ايران له حکومت او د زدکړو، روزنې او روغتيا د وزارتخانو په شمول له مختلفو وزارتخانو سره ډېرې نزدې ملګرتياوې لرلي دي خو د کډوالو په اړه موثره خدمتونه خپله د ايران حکومت ترسره کوي.
په ايران کښې د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي څرګنده کړه چې په ايران کښې کډوالو زده کوونکو ته وړاندې شوي خدمتونه ايراني زده کوونکو ته د وړاندې شويو خدمتونو په څېر دي.
سېوانکا دانا پالا زدکړو ته د ټولو بهرنيو کډوالو ماشومانو د لاس رسائۍ د لازموالي په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر فرمان يو غوره او ارزښتناک اقدام وبلۀ او وې ويل،د کډوالو په اړه د ايران د حکومت ارزښتناک خدمتونه په داسې حال کښې چې په دنيا کښې جنګ او ګڼ شمېر مشکلات شتون لري د نړيوالو امداد رسوونکو ادارو د ډاډينې سبب دي.
---------------