لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د لودیځې آسیا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو د څیړنې له اونیز مطلب سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یوو. هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.
د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو د رژيم د جنایتونو دوام،
د مصر او امریکې په ګډون سره د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غونډه
او هم داشان
له سعودي ولیعهد سره د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر ملاقات، د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې چې د پروګرام په دوام کښ یې په اړه شننې او څیړنې لوستې شئ.
*/*/*/*/
تیره اونۍ هم د فلسطینیانو خلاف د نیواکګر صهیونیسټي رژیم جنایتونو دوام درلود. د دغو جنایتونو په دوام کښې اسرائیلي پوځیانو د رام ا... په شمال کښې پروت په النبي الصالح ښارګي کښې د «محمد التمیمي» په نامه یو درې کلن فلسطیني ماشوم شهید کړ. د صهیونیسټي رژیم پوځیانو دغه ماشوم په سر ویشتی او زخمي کړی یې و چې بیا د رام ا... په یو روغتون کښې شهید شو.
حماس غورځنګ د دغه فلسطیني ماشوم د شهادت په غبرګون کښې وویل چې د نیواکګر رژیم دا جنایتونه به دوي هیڅکله د مبارزې او مقاومت له دوامه منعه نه کړي.
محمد التمیمي اتویشتم فلسطیني ماشوم و چې په روان ۲۰۲۳ کال کښې د صهیونیسټانو په لاس شهید شو خو د بشري حقوقو مدعیانو تراوسه د دغو جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او هیڅ غبرګون نه ښايي ترڅو د جنایتونو په وړاندې د نیواکګر رژیم خوندیتوب دوام ولري.
اسرائیلي پوځیانو د جمعې په ورځ هم د لویدیځې غاړې د رام ا... په شمال لویدیځ کښې د «مهدی محمد بیادسه» په نامه یو ۲۹ کلن فلسطیني ځوان په شهادت ورسوه. د دغه فلسطیني ځوان له شهادت ورسوته د فلسطین «احرار» غورځنګ په یوې خبرپاڼې کښې وویل: ټینګار کوو چې د ځوانانو شهادت به د مقاومت د لارې خنډ نه شي بلکې د هغه قدرت او د قهر اور لازیاتوي. زمونږ خلک به سرشیندنه جاري وساتي.
په داسې حال کښې چې د نیواکګر صهیونیسټ رژیم جنایتونه دوام لري، د فلسطین کورواکه تشکیلاتو هم په یو عجیبه اقدام کښې په لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو نیولو ته مخه کړې ده. د حماس غورځنګ یو مشر «حسین ابوکویک» ټینګار وکړ چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو امنیتي ځواکونه هم د نیواکګر رژیم د پوځیانو په شان د نیمې شپې د فلسطینیانو په کورونو باندې یرغل کوي. ابوکویک دغه نیونې د فلسطینیانو د بشري حقوقو خلاف ورزي وبلله او هغه یې وغندلې او ویې ویل چې دا نیونې د فلسطینیانو ملي وحدت ته زیان رسوي. هغه همداشان د فلسطین له کورواکه تشکیلاتو وغوښتل چې دغه د زور نیونې بندې کړي او د دغو تسکیلاتو په جیلونو کښې پراته ټولو زندانیان زرترزره آزاد کړي.
*/*/*/
د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله پیښه په ریاض کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هیوادونو او د مصر د خارجه وزیرانو غونډه وه. د فارس خلیج شورا د غړو هیوادونو او د مصر د خارجه وزارتخانو د جګ پوړو چارواکو کمیټې په ریاض کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په مرکز کښې یوه غونډه وکړه. په دغې غونډې کښې په ټولو سیمه ایزو او نړیوالو ماسئلو او برخو کښې د دغو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاؤ او اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې وجاجول شوې.
د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا پخواني عمومي منشي «نایف الحجرف» د ملګرتیا شورا د دارالانشاء او د مصر د خارجه وزارت ترمینځ د سیاسي صلاح مشورې د لارې چارې په هکله د مصر له خارجه وزیر سامح شکري سره د تفاهم یو یادداشت لاسلیک کړ. مصر د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړو(عربستان، امارات، کویت، قطر، بحرین، عمان) سره مضبوطې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.
تیره اونۍ همداشان د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او د امریکې ترمینځ غونډه وشوه. د امریکې خارجه وزیر انتونی بلینکن چې ریاض ته یې سفر کړی و، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په غونډه کښې ګډون وکړ. بلینکن په دغې غونډې کښې وویل چې امرکیا لاهم په سیمه کښې له خپلو انډیوالانو سره ده، په سیمه کښې شتون لري ترڅو ووايي چې ورسره ملګرې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د یمن د کړکیچ په هکله وویل چې هیواد یې د سیمې د ثبات لپاره په یمن کښې د نښتو لپاره یوې حل لارې ته د رسیدو کوشش کوي. هغه د سوریې په هکله هم وویل چې امریکا د سوریې د حاکمیت او یوموټي توب د ساتلو لپاره په سوریه کښې د سیاسي حل لارې به رامینځته کولو او د سوریې د ولس د آرمانونو په پوره کیدو تاکید لري.
*/*/*/*
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او مریکې د غونډې په پاې کښې یوه ګډه بیانیه صادره شوه. په دغې بیانیې کښې د سفارتي اړیکو د دوباره پيلیولو لپاره د سعودي عربستان او ایران د پریکړې هرکلی وشه. د ملګرتیا شورا غړو هیوادونو او د امریکې خارجه وزیرانو د سوډان په اړه هم وویل چې پوځي حل لاره، په سوډان کښې نښتې نه ختموي.
عربستان ته د امریکې د خارجه وزیر سفر او له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره یې ملاقات د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه وه. دا سعودي عرب ته د امریکې د یو جګ پوړي چارواکي دویم سفر و. له دې مخکښې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت صلاحکار جیک سالیوان هم ریاض ته تلی و. د خبري سرچینو د رپورټ له مخې، له صهیونیسټي رژيم سره د عربستان د اړیکو ښه کول، هغه ډیره مهمه موضوع ده چې عربستان ته په سفر کښې د بلینکن په ایجنډا کښې وه.
له دې مخکښې له تل ابیب سره د اړیکو ښه کولو ته د عربستان د تیارولو لباره د سالیوان هلوځلو ماتې خوړلې وه. څه موده مخکښې یوې امریکايي خپرندوې رپورټ ورکړی و چې محمد بن سلمان د روان میلادي کال تر پاې پورې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د سپینې ماڼۍ غوښتنه رد کړې ده. داسې ښکاري چې له ایران سره د عربستان د اړیکو ښه کیدو، له تل ابیب سره د اړیکو د سمولو په لور د ریاض د ټیل وهلو لپاره د سپینې ماڼۍ پر هلوځلو اغیزه کړې ده.
*/*/*/
خبري سرچینو وویل چې بلینکن ریاض ته په سفر کښې له چین او روسیې نه د عربستان د لرې کیدو غوښتنه وکړه خو د ریاض حکومت د دغې غوښتنې مخالفت وکړ. د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان له بلینکن سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: «چین زمونږ ترټولو ستر تجارتي انډیوال دی، په دې وجه طبیعي ده چې له چین سره به ډیر تعامل او اشتراکات ولرو.»
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ولیکل، بن سلمان او مرستیالانو یې په زرغرده ویلي دي چې مجبور نه دي په نړۍ کښې د قدرت په شخړو کښې د یو لوري پره وکړي او چمتو دي چې په هغو کښې له هر یو سره د پياوړو اړیکو ګټې په نظر کښې ونیسي.
مهم ټکی دا دی چې سعودي رسنیو هم د هیواد له چارواکو سره غږمله عمل کړی او د امریکايي چارواکو د سفر هرکلی یې ونه کړ. له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د فارس خلیج دملګرتیا شورا د غړو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن ملاقاتونه، د رسنیو له هرکلي سره مخامخ نه شول. د عربستان د دوو مهمو ورځپاڼو په توګه الوطن او عُکاظ، دغې موضوع ته یوازې په داخلي مخونو کوریج ورکړ.
د عربستان او امریکې اړیکې، د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کښې د جوبایډن له واکمنیدو راهیسې مخ په زوال دي. بایډن عربستان د بشري حقوقو د مسائلو په وجه تردباؤ لاندې راوسته خو د یوکرین د جنګ له پیلیدو وروسته یې له ریاضه وغوښتل چې په روسیې باندې د دباؤ په موخه د خپلو تیلو تولید زیات کړي. خو ریاض، هم د امریکې دغه غوښتنه ونه منله او هم یې په تیر اوړي کښې عربستان ته د جوبایډن د کړي سفر هرکلی ونه کړي او دغه اړیکې هم دغه شان خرابې دي.
*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی