الهي نومونه۴۳ (رقیب نوم)
نننۍ برخه د (رقیب) ښایسته نوم ته ځانګړې کوو نو د لیکنې په دوام کښې راسره مله ووسئ.
ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم!
د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برحې سره مو په خدمت کښې یو. د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې د خدای تعالی جل جلاله هر یو نوم د هغه ذات له کمالاتو څخه یو کمال څرګندوي او مونږ ټول خپل پوره کمال ته د رسیدو لپاره دغه نومونو ته ضرورت لرو. بلکل د یو بلب په شان چې که بلول یې وغواړو نو باید د بریښنا له تارونو او د بریښنا د تولید له سرچینې او جنریټر سره وصل شي، نو مونږ هم د خدای پاک د نورو مخلوقاتو په شان خپل هیڅ نه لرو او کمال ته د رسیدو لپاره پکار دي د کمالاتو له سرچینې سره وصل شو. د سوره فاطر ۱۵ مبارک آیت دې حقیقت ته اشاره کړې او فرمايي: ای خلکو! تاسو ټول خدای ته اړمن یئ او خدای بې نیازه دی او کارونه یې ټول غوره او ښکلي دي.
ځکه نو که کمال ته رسیدل وغواړو باید له خدای تعالی سره اړیکه ټینګه کړو. د جلال خاوند خدای چې زمونږ په بې وزلۍ خبر دی، له ځان سره د اړیکې او رازونیاز لپاره یې خپل نومونه واسطه او وسیله ګرځولې دي. په زړه پورې دا چې په دغو کښې هر یو نوم د یوې ځانګړې اړتیا د پوره کیدو او کمال ته د رسیدو لپاره د یوې غوټې د پرانیستو لپاره دی. د مثال په توګه له ناروغۍ د ښه کیدو لپاره د (شافي) نوم او د خدای له لطف او کرم څخه د برخورتیا لپاره د (کریم) نوم کار اسانوي. کله چې د خدای علم ته محتاجیږو نو دغه وخت بیا خدای ته د رجوع لپاره ترټولو غوره نوم (علیم) دی او یا که محافظت او ساتونکي ته ضرورت شي چې د سر او مال ساتنه مو وکړي نو له (رقیب) نوم نه غوره څه نشته. په حقیقت کښې خدای تعالی په خپلو نومونو کښې دا خاصیت او ځانګړنه ایښې ده چې هم د هغه لوې ذات په هکله لازیاته پيژندګلوي پيدا شي او هم د خپل ضرورت د پوره کیدو په ترڅ کښې له خپل خالق سره خوشالونکې روحي او معنوي اړیکه ټینګه کړو.
ښه نو ګرانو دوستانو، په دې هیله چې پوره کمال ته د رسیدو په لاره کښې یوه شیبه غفلت ونه کړو، نننۍ برخه د (رقیب) ښایسته نوم ته ځانګړې کوو نو د لیکنې په دوام کښې راسره مله ووسئ.
*/*/*/*/*/*/*
رقیب له (رَقّبه) څخه اخیستل شوی چې د مرۍ یا غړۍ معنا ورکوي. له دې امله چې ساتونکی او محافظ د خپلې ښې ساتنې لپاره غاړه هسکوي نو د هغه لپاره د رقیب اصطلاح استعمالیږي. هم داشان هرکله چې یو مخلوق له لوړ ځایه یو څیز ویني او تر نظر لاندې یې ساتي، هغه ته نګهبان یا رقیب وايي او له هغه لوړ ځاې ته (مُرَقب) وايي. د رقیب د ځاې لوړوالی ممکنه ده له ظاهري نظره وي چې په یو لوړ ځاې ولاړ وي او څارنه وکړي او یا ممکنه ده له معنوي نظره لوړ موقعیت او مرتبه ولري. خو د خدای تعالی په هکله (رقیب) هغه مقدس ذات دی چې په هر حال کښې د خپلو مخلوقاتو ساتونکی او څارونکی دی او د هغوي د حالاتو هیڅ څیز ورې پټ نه دی او د ټولو واک او اختیار د هغه په لاس کښې دی.
په قرآن مجید کښې د (رقیب) کلمه پنځه ځلې راغلې ده چې درې ځله خپله د سبحان خدای په هکله استعمال شوې ده. د سوره نساء په وړومبني آیت شریف کښې فرمايي: بیشکه چې خدای تل ستاسو ساتونکی دی.
خدای تعالی په خپلو ټولو بندګانو او مخلوقاتو باندې قدرت، څارنه او واک لري. که خدای پاک د یوې شیبې لپاره د کائناتو خیال ونه ساتي نو ټوله هستي او کائنات به نابود شي. خدای تعالی آسمانونه، ستوري او سیارې او د کائناتو ټول شیان به یو دقیق نظم او بې له هیڅ ډول ګډوډي ساتي. د ستورو ستورو خیال ساتنه، هغه لوې ذات له وړو ستورو څخه نه غافله کوي او د نزدې اجرامو حفاظت، د لرو اجرامه د ساتنې مخه نه نیسي. سبحان خدای د هر څیز خیال ساتي او هیڅ څیز ترې پټ نه پاتې کیږي.
د ګیاهانو راټوکیدل، د سیندونو بهیدل، د مور په خیټه کښې د جنین د ودې او تغذیې او تکمیل مختلف پړاؤنه او بیا یې د رحم له تیرو څخه راوتل ټول د خدای په مراقبت او خیال ساتنې سره بڼه نیسي. متعال خدای هم داشان د زړه د درزیدو، په بدن کښې د وینې د څرخیدو او ټولو بافتونو او اندامونو ته د وینې د رسیدو خیال ساتي او که د یوې شیبې لپاره د کائناتو او په کښې د موجودو مخلوقاتو مراقبت ونه کړي نو هر څه به له مینځه لاړ شي.
خدای تعالی په هر هغه څه پوهیږي چې د انسان په فکر او ذهن کښې راځي او په هکله یې اندیښمن وي او له مراقبت او محافظت څخه یې هیڅ شی څنګ ته او پټ نه دی. رقیب خدای په باطني رازونو او پټو خبرو باندې خبر او د اعمالو څارونکی دی. رقیب غافل او غایب او هیرونکی نه ګرځي او نه اوده کیږي چې ګني یو څه ترې پټ پاتې شي.
*/*/*/*/*
ګرانو دوستانو که دې مطالبو ته مو پام کړی وي نو خامخا به پوه شوي یئ چې د (رقیب) نوم د مخلوق او شیانو د (حافظ) یعنې ساتونکي او په ټول باطن او ظاهر باندې د (عالم) یعنې پوه او خبر په معنا دی. په هم دې وجه ځینې عالمان (رقیب) د حفیظ او علیم د نومونو یو ترکیب ګڼي. هم داشان ځیني کسان د (رقیب) نوم له (شهید) نوم سره هم معنا ګڼي او د دغو دواړو ترمینځ تفاوت ډیر ناڅه بولي. لکه څنګه چې حضرت عیسی علیه السلام دواړه ټکي کارولي دي او د سوره مائده په ۱۱۷ آیت کښې یې خبرو ته اشاره شوې چې خدای تعالی ته په خطاب کښې وايي: ما ورته له هغې پرته هيڅ نه دي ويلي د کوم څه چې تا ماته حکم کړی ؤ چې د خدای عبادت وکړئ چې زما او ستاسو پروردګار دی ا و تر څو چې په هغوي کښې وم نو په هغوي شاهد (څارونکی) وم خو کله چې دې ترې واخستم (راهسک دې کړم) نو ته په خپله د هغوي څارونکی او مراقب وې او ته په هر شي باندې پوه او خبر یې.
خدای تعالی د سوره ق په اتلسم مبارک آیت کښې فرمايي: (انسان د ښه او بد په هکله) هيڅ خبره نه کوي مګر دا چې ورسره تيار څارونکی (پرښتې) وي (او هغه لیکي).
شک نشته چې خدای تعالی د بل هر چا نه مخکښې او له هر چا ډیر ښه د انسانانو د عملونو شاهد او ناظر دی. خو د لازیات ټینګار او د انسان د لاډیر مسئولیت د احساس لپاره یې ډیر مراقبان او څارونکي ګمارلي دي چې یوه ډله په کښې هغه فرښتې دي چې زمونږ د اعمالو کتونکې دي او د قیامت په ورځ به شهادت او ګواهي ورکوي. دغو مقربو او محترمو څارونکو ته (کِراماً کاتبین) هم وايي. د کاتبین کلمه په حقیقت کښې په دې معنا باندې تاکید دی چې هغوي په خپلې حافظې باندې بسنه نه کوي بلکې په دقیقه توګه زمونږ ټول واړه او لوې اعمال لیکي. داشان هیڅ څیز هیر نه پاتې کیږي. حضرت امام علي علیه السلام د نهج البلاغه په ۱۵۷ خطبه کښې فرمايي: پوه شئ چې رښتیا ویونکي حسابګران ستاسو عملونه لیکي او حتی ستاسو د سا شمیر او حساب ساتي او پوه شئ چې خپله له تاسو څخه درباندې یوشمیر څارونکي ګمارل شوي دي.
*/*/*/*/*/*
خدای تعالی په قرآن کښې په خپل رقیب نوم سره زمونږ پام دې ته رااړوي چې هغه په هر هغه څه چې مونږ یې فکر کوو او ترسره کوو یې، خبر دی. په دې وجه هر انسان چې د شناخت او معرفت دې مرتبې ته ورسیږي او خدای د خپلو اعمالو شاهد او ناظر وګڼي هغه هیڅکله د خدای نافرماني او ګناه نه کوي. نقل شوي دي چې یو مشهور عارف یوشمیر شاګردان او مریدان درلودل خو یو ته یې په کښې ځانګړې توجه کوله او د هغه په روزنه کښې یې خاص عنایت او مهرباني څرګندوله. کله چې ترې د دغې ځانګړې توجه او مهربانۍ پوښتنه وشوه نو عارف په ځواب کښې وویل: وجه به یې درته څرګنده کړم.
څه موده پس یې خپل هر شاګرد ته یوه چرګه ورکړه او ورته یې وویل: دا چرګه په یو داسې ځاې کښې حلاله کړئ چې هیڅوک مو ونه ویني. شاګردان لاړل او څه وخت پس، سره د حلالو کړو چرګو راستانه شول. خو هغه یو شاګرد یې چرګه ژوندۍ واپس راوړه. شیخ ترې پوښتنه وکړه چې ولې دې حلاله نه کړه؟ مرید په ځواب کښې وویل: تاسو حکم کړی و چې په یو داسې ځاې کښې یې حلاله کړم چې هیڅڅوک مې ونه ویني خو ما داسې هیڅ ځاې ونه مونده چرته چې مې خدای ونه ویني. دغه وخت شیخ نورو ته وکتل او ویې ویل: اوس پوه شوئ چې دې شاګرد ته مې د ځانګړنې پاملرنې وجه څه وه....
/*/*/*/*/*/*/
ګرانو دوستانو د مطلب په پاې کښې د تل په شان لاس په دعا کیږو او دا ځل د امیر المومنین امام علي علیه السلام د هغې دعا یوه برخه زمزمه کوو چې د کمیل په نامه خپل یو نزدې ملګري ته یې ورکړې وه:
ای زما مالکه خدایه! له تا غوښتنه کوم چې په دې شپه او په دې شیبه مې وبخښې هر ترسره کړی جرم او هره هغه ګناه چې پرې ککړ یم او هر هغه بد کار چې پټ کړی مې دی او هر هغه عمل چې د ناپوهۍ له امله مې ترسره کړی دی که په پټه وي او که په څرګنده، که پټ کړی مې وي او که په ډاګه کړی مې وي او هر هغه بد کار چې بزرګوارو لیکونکو ته دې د هغه د لیکلو حکم کړی دی، هغه فرښتې چې زما د عملونو په لیکلو دې ګمارلې دي او هغه دې زما د بدن له اندامونو سره یوځاې په ما باندې ګواهانې وګرځولې او ته خپله له هغوي زیات زما شاهد او کتونکی وې او کوم څه چې له هغوي پټ پاتې شوي هغه هم تا ته معلوم دي او شک نشته چې په خپل رحمت سره دې (زما ګناهونه) پټ کړل او په فضیلت سره دې راباندې پرده واچوله. او له تا غواړم چې په ما باندې خپل خیر او فضل نازل کړې او احسان راباندې وکړې او نیکي مې پراخه کړې او ګناه مې وبخښې او خطا مې پټه کړې. ای زما پروردګاره، ای زما پروردګاره، ای زما پروردګاره.
*/*/*/*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی