الهي نومونه-۶۸(برّ نوم)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i109106-الهي_نومونه_۶۸(برّ_نوم)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسمای الهي د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن د خدای تعالی د (برّ) نوم په هکله لیکنه درته وړاندې کوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2021 06:04 Asia/Kabul
  • الهي نومونه-۶۸(برّ نوم)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسمای الهي د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن د خدای تعالی د (برّ) نوم په هکله لیکنه درته وړاندې کوو

ګرانو او قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې مو د الهي نومونو د لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې ویلي دي، په آسماني کتاب قرآن کریم کښې او په روایتونو کښې اسماء الحسنی یعنې ښو نومونو ته ډیرې اشارې شوې دي. دا اسماء الحسنی هغه نومونه دي چې یوازې د متعال خدای په ذات باندې دلالت کوي او کومه اصلي معنا چې په کښې یې خیال ساتل شوی دی، دوه ځانګړتیاوې لري. وړومبۍ دا چې له ټولو څخه یې د خدای د ذات بې نیازي بیان کړې او بله دا چې هغه پاک ذات ته د نورو اړمندوالی څرګندوي.

د خدای تعالی په نومونو کښې یو نوم چې دا دواړه ځانګړنې په ښه توګه څرګندوي، د (بر) نوم دی.

(برّ) په اصطلاح کښې د نیک او مهربان معنا لري خو په اصل کښې د یو پراخ ځاې او بیابان په معنا دی او له دې امله چې نیک عمله خلک د ښو کارونو د ترسره کولو لپاره یو پراخ او ستر زړه او روح لري نو ځکه دا کلمه د هغوي لپاره هم استعمالیږي. خدای تعالی هم په نیکۍ او نیک عمل کښې ټولو ته پوره پام او احسان کوي او دغه نیکي له ثواب یا توفیق او تفضل او داسې نورو لارو د ټولو په برخه کوي.

د خدای تعالی دا مهرباني په وړومبۍ درجه کښې د مخلوقاتو پنځولو ته ورګرځي او دا چې خدای تعالی مونږ ټول، چې هیڅ نه وو، خلق یې کړو او دا مطلب د خدای تعالی ترټولو ستره لورونه ده چې زیاتره بندګان ترې غافل دي.

دویمه دا چې خدای پاک د ټولو بندګانو خیر غواړي او د ټولو لپاره اسانتیا غواړي په دې وجه زمونږ له ډیرو ګناهونو تیریږي. برّ خدای واسع دی. خپلو بندګانو ته یې دین او دنیا وربخښلي دي او له دې لارې یې پرې احسان کړی دی او خپل احسان د بندګانو د ګناه او نافرمانۍ په وجه نه بندوي.

(برّ خدای) د خپل بنده د ښه کار په بدل کښې هغه ته لس چنده انعام ورکوي. بس دومره پوره ده چې یو کس د ښه کار یوازې نیت او اراده وکړي نو خدای تعالی ورته د هغه کس په شان انعام او جزا ورکوي چې د نیک او ښه کار په ترسره کولو کښې کامیاب شوی وي. خو که یو کس د بد او د انساني شان د اپوټه کار د ترسره کولو فیصله وکړي نو ترڅو چې یې هغه کار په عملي توګه ترسره کړی نه وي، نه یې حسابوي.

خدای تعالی د سوره طور په یوه برخه کښې خپل ځیني هغه نعمتونه او لورونې بیانوي چې د جنتیانو د ارامښت، سوکالۍ، لذت، تاندوالي او خوشالۍ سبب ګرځي. بیا له هر ډول عذاب او سزا څخه د بې غمه کیدو او د بشپړ آرامښت نعمت ته اشاره کوي. جنتیان له یو بل څخه د تیر حالت په هکله پوښتنې کوي او هغه د جنت له حالت سره پرتله کوي او وايي: مونږ سره له دې چې له خپلې کورنۍ سره مو ژوند تیروه او باید چې د امنیت احساس مو کولې، خو بیا هم ویریدلو، د ویرې وجه مو دا وه چې هره شیبه کیدې شي چې په ژوند کښې راته بدې پیښې یا راباندې د خدای عذاب راشي او مونږ راګیر کړي. له دې ویریدو چې هسې نه اولادونه او کورنۍ مو په بده لار روان شي. او له دې به ویریدلو چې سخت زړي دښمنان راباندې ناڅاپه حمله ونه کړي.

خو پروردګار مونږ د دنیا له زندان او له هغو ټولو ویرو او ترهو څخه آزاد کړلو او د خپلو نعمتونو په مرکز یعنې جنت کښې یې ځاې راکړ. جنتیان په خپلې وروستۍ خبرې کښې په دې خبره داده کیږي چې د خدای احسان او رحیم والی په دې ځاې کښې له بل هر وخت نه زیات احساسوي او وايي: مونږ به له مخکښې نه خدای راباله او د هغه عبادت به مو کوه چې هغه نیک او مهربان دی.

آیت الله مکارم شیرازي د سوره طور د دغه مبارک آیت په هکله په خپل تفسیرِ نمونه کښې داسې لیکي: د قیامت میدان او د جنت نعمتونه د خدای د نومونو او صفاتو د څرګندیدو ځایونه دي او مؤمنان د هغو په لیدلو سره د خدای تعالی په نومونو او صفتونو باندې له بل هر وخت نه زیات پوهیږي.

(بر) خدای خپلو مخلوقاتو ته د هغوي د لارښوونې لپاره د پیغمبرانو د رالیږلو او عقل په شان د بې حده او پریمانه نعمتونو په ورکولو او په هغوي باندې په رحم او شفقت او د هغوي د ګناهونو په بخښلو او داسې نورو ډیرو احسانونو سره چې بیانول یې هیڅکله نه ختمیږي، په هغوي باندې نیکي او برّ د کمال حد ته رسولی دی. د خدای تعالی برّ، د هغه د عظمت، حکمت، عزت، توانمنۍ او لوړې مرتبې بیانونکی دی. هغه احسان کونکی دی او احسان کونکي خوښوي. په هم دې وجه یې د مسلمانانو د ډیرو ټولنیزو اړیکو او اخلاقیاتو بنیاد په احسان او ښه کړچار باندې ایښې دی چې په سر کښې یې له والدینو سره احسان دی.

خدای تعالی د مریم د مبارکې سورې په ۱۴ آیت کښې فرمايي: او هغه د خپل پلار او خپلې مور په نسبت نیک رفتاره او احسان کونکی و.

خدای تعالی د هغه کسانو په وصف کښې چې په بر نوم باندې پوره وي، د بقرې د مبارکې سورې په ۱۷۷ آیت کښې فرمايي: نيکي (یوازې) دا نه ده چې (د لمانځه په وخت) خپل مخونه ختيځ او لويديځ ته وګرځوئ بلکې نيکي دا ده چې څوک په خداي، د قيامت په ورځ، په فرښتو، په کتاب او په نبيانو ايمان راوړي او خپل مال، سره د دې چې خوښ يې دی (يا د خداي د خوښې لپاره) خپلوانو او يتيمانو او مسکينانو او مسافرانو او سوالګرو ته او د مريانو (د آزادولو لپاره) ورکړي او لمونځ قائم کړي او زکات ورکړي او که ژمنه وکړي نو په هغې وفا کوونکي وي او (په تېره بيا) په تنګدستۍ او کړاوونو، ناروغيو او د جنګ په وخت صبر کوونکي وي نو همدا کسان دي چې رښتيا وايي او همدوي پرهيزګاران دي.

په دې وجه د بر او نیکوکارۍ مقام ته رسیدل دومره اسان نه دي، همهغه ډول چې خدای پاک د آل عمران د مبارکې سورې په ۹۲ آیت کښې د نیکۍ او انفاق په هکله فرمايي: تاسو به هيڅکله (حقيقي) نيکي ونه مومئ تر څو چې له هغه څه خيرات نه کړئ چې ستاسو خوښ دي...

په هم دې وجه متعال خدای د سوره مائده په دویم آیت کښې مومنان یو بل ته په لا ښه توګه د نیکو کارونو د ترسره کولو لپاره د یو بل د مرستې او ملګرتیا سپارښتنه کوي.

له امام موسی بن جعفر علیه السلام څخه په یو حدیث شریف کښې نقل شوي دي چې په بني اسرائیل کښې یو صالح او نیک سړی و چې ښځه یې هم ډیره نیکه وه. هغه سړي د شپې خوب ولیده چې یو کس ورته وايي: خدای تعالی ستا لپاره (دومره) عمر مقدر ګرځولی دی چې نیم به دې په سوکالتیا کښې وي او نیم نور به دې په بې وزلۍ او تنګلاسۍ کښې. په دې دواړو کښې چې دې هره برخه اول خوښه وي، هغه غوره کړه.

سړي ځواب ورکړ: زما د ژوند ملګرې ډیره ښه ښځه ده او غواړم چې له هغې سره مشوره وکړم. ته بیا ما ته راشه نو زه به درته ووایم چې کوم نیم ژوند مخکښې غواړم.

سهار یې د خوب حال خپلې میرمنې ته وویلو او مشوره یې ترې وغوښتله. ښځې یې په ځواب کښې وویل: وړومبې د سوکالتیا او ارامښت هغه نیم ژوند واخله، شاید چې خدای پر مونږ رحم وکړي او په پاتې نیم عمر کښې هم خپل نعمت پر مونږ بند نه کړي. په دویمه شپه هغه کس بیا دغه سړي ته په خوب کښې راغی او ده ورته وویل: زه د خپل ژوند د اولې نیمې برخې لپاره سوکالتیا غوره کوم.

له دغه خوب وروسته د دنیا نعمتونه له هر لورې په هغه وریدل شروع شول. کله چې پرې د خدای تعالی نعمتونه ډیر شول نو میرمنې یې ورته وویل: د خپلو خپلوانو او ګاونډیانو او هم داشان د بې وزله او اړمنو کسانو مرسته وکړه. هغه سړي د خپلې ښځې سپارښتنه ومنله او دغه شان عمل یې وکړ.

د سړي نیم عمر ښه په مزو او سوکالۍ کښې تیر شو، بیا یې عمر له نیمايي هم تیر شو خو لا یې هم مالي حالت ښه وو. هغه کس ورته په دریم ځل په خوب کښې راغی او د سړي د سوکالتیا د جاري پاتې کیدو د علت په هکله یې ورته وویل: ستا نیکي او احسان سبب شو چې خدای درته انعام درکړي او د عمر تر پاې پورې دې هم داسې په نعمتونو او سوکالۍ کښې وساتي.

ګرانو دوستانو د الهي نومونه په نوم پروګرام په وروستیو شیبو کښې له معمول سره سم لاسونه دعا ته پورته کوو او په ګډه دا دعا کوو چې:

ای خدایه! ته احسان کونکی او مهربان یې، ستا په احسان کښې ښه او بد ټول خلک شاملیږي. ای مهربان خدایه! د البر نوم له نور څخه مو پریمانه ګټه په نصیب کړې او زمونږ مرسته وکړې چې له خپلې مور او پلار سره او خپلوانو سره نیک چلند وکړو او له ګاونډي او پردي سره په احسان سره عمل وکړو. پروردګاره! مونږ په خپل بر نوم او صفت باندې داسې ښایسته کړې چې ورسره د خاتم پیغمبر(ص) حق په په توګه ادا کړو او د حکمونو یې پوره پوره اطاعت وکړو او د نزدې کسانو یې احترام وکړو او اهل بیت یې وستایو څو له مونږه راضي شي. بیشکه چې ته د هر څه توان لرې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی