تلپاتې وږمې ۹۶
انتظار باید د تل لپاره وي
د تلپاتې وږمو له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. عزیزانو لکه څنګه چې پوهیږئ، په دې لړۍ کښې مونږ د مختلفو معارفي او تفسیري موضوعاتو په هکله د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ارزښتناکو ویناؤ ځینې برخه وړاندې کوو. دوي د انتظار په هکله فرمايي: همیشه باید څارونکي او منتظر اووسو. د انتظار تقاضا ده چې انسان ځان داسې شکل او خوی بوی ته نزدې کړي چې د انتظار وړ دوران کښې د کوم خُلق او شکل او ډول تمه او توقع کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/
د اسلامي انقلاب معظم رهبر فرمايي: یو داسې څرګند او واضح حقیقت د انتظار له معنا سره مرسته کوي. انسانیت دغه انتظار ته ضرورت لري، اسلامي امت ورته سخته اړتیا لري. دا انتظار د انسان په اوږدو باندې ذمه داري اچوي. کله چې انسان یقین ولري چې داسې یو راتلونکی شته، لکه څنګه چې د قرآن کریم په آیتونو کښې دي چې فرمايي:
«و لقد کتبنا فی الزّبور من بعد الذّکر انّ الارض یرثها عبادی الصّالحون. انّ فی هذا لبلاغا لقوم عابدین» - کوم خلک چې د خدای د عبودیت خاوندان دي باید منتظر او څارونکي ووسي. د انتظار لازمه، د ځان تیارول دي. پوه شو چې یوه ستره پیښه به کیږي او تل په تمه ووسئ. هیڅکله دا نه شو ویلې چې دغې پیښې ته لا کلونه او مودې پاتې دي، هیڅکله هم نه شو ویلې چې دا پيښه نزدې ده او ډیره زر به رامینځته شي. تل باید څارنه وکړو، همیشه باید منتظر ووسو. د انتظار تقاضا ده چې انسان ځان هغه شکل، هغه ډول او هغه خلق و خوي ته نزدې کړي چې د انتظار وړ پړاؤ کښې د کوم خوي بوي تمه کیږي.
اوس چې ټاکل شوې چې په هغه پړاؤ کښې د عدل، حق، توحید، اخلاص او د خدای د عبودیت منتظر ووسي او یو داسې پړاؤ به راځي، نو مونږ خو ورته په تمه یو، باید ځانونه دې چارو ته نزدې کړو، ځانونه له عدل سره اشنا او بلد کړو، عدل ته ځان تیار کړو، د حق منلو ته ځان چمتو کړو. انتظار یو داشان حالت رامینځته کوي.
*/*/*/*/*/*/*