ښه عادتونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښو عادتونو نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دوستانو د ښه او غوره ژوند څخه د برخمنیدا لپاره د بدن او روحي سلامتیا ډير اهمیّت لري . کله کله د خپلې خوښې ژوند ته درسیدا لپاره د ژوند په سټایل کې بدلون ضروري وي . د ښو عادتونو نومې لړۍ په مطلبونو کې د غلطو عادتونو په ځاي ښو عادتونو سپارښتنې کیږي ،البته باید ووایو، هغه سپارښتنې چې په دغې لړۍ کې وړاندې کیږي ، کلی دي ، او ممکنه ده له هغو ځيني د ټولو لپاره مناسبې نه وي د ضرورت په بڼه کې د خپل ژوند په سټایل کې دځينو بدلونونو د راوستو لپاره پکار ده له خپل سلاکار او ډاکټر سره مشوره وشي .
امیرالمومنین حضرت امام علی علیه السلام د ارتباطي مهارتونو د درلودلوپه ضرورت کې فرمائي ؛تر ټولو غوره خبره هغه کلام دی ، چې منطق او نظم ښکلی کړي وي او د درستو خلکو، عامو او خاصو لپاره ، د پوهیدو او فهم وړ وي .
لکه څخه چې د انساني چلند له هراړخه ، د نورو لپاره یو پیغام منتقل کیدلی شي،کله چې له نورو سره خبرې کوو،نو یوازې په کلمو اداکولو سره ارتباط نه ټينګوو،بلکې د غیرکلامي ارتباطاتو له لارې،دخپل ځان په باب هم ځيني اطلاعات منتقلوو،چې آوریدونکی له هغو کلمو سره یو ځاي چې ټاکلي مو دي ، دوی ئې تعبیروي او تفسیر کوي ئې .
د اسلام ګران پیغمبر(ص) فرمائي ؛دمینې او محبت له پلوه دخپل مسلمان ورور مخ ته د ایماندار کس کتل عبادت دی : د رسول ا... بزرګوار فرمائش په دې باب د غیر کلامي ارتباط په ټينګولو کې د سترګو دمناسب تماس د ټينګیدا ضرورت سره اړونده ګڼل کیدلی شي .
دوستانوپه تیر مطلب کې مو در سره د کلامي ارتباط د مهارتونو بحثونه ارزولی وو. په اوسني مطلب کې به دغیر کلامي ارتباط په مهارتونو درسره وغږیږو، په دې هیله چې د استفادې وړ مو ګرځي .
پر کلامي ارتباط سربیره،د بریالیو اواغیرشیندونکي ارتباط د درلودلو لپاره ، باید د خپل بدن ژبې ته او غیرکلامي ارتباطاتو ته ډير پام ولرل شو، ځکه چې دغه مهارت به درسره مرسته وکړي،څو هغه څه چې غواړئ ئې ، خپل مخاطب ته منتقلولی او ددې ترڅنګ تاسو د مخاطب،احساسات، د کلام معنا او موخې هم په لاښه ډول درک کولی شئ . دغیر کلامي ارتباطاتو د مهارت په بڼه کې تاسو ته دا امکان برابروي،څو د کارکسب، وادۀ، دوستۍ د کورنۍ له غړو سره د ارتباط په څير د ژوند په مختلفو چاپیریالونو کې لاښه عمل کولی شئ او دا موضوع به د تاسو د بدني او نفسیاتي روغتیا له زیاتیدا سره مرسته وکړي او د سټریس به څیر له هرډول منفی احساساتو څخه لیرې پاتیکیږئ .
غیر کلامی ارتباطات،د سټایل ،رودې ، دبدن د ژبې یا فیزي حضور ، چهرې، او دسترګو د تماس، د بدن د ارتباط ، د بدن دهر غړي دحرکاتو او ظاهر له لارې د معنا او مطلب د منتقلولو بهیر بلل کیږي .غیر کلامي ارتباطا د ژبې چپتیا هم یادول کیږي .د غیر کلامي ارتباطاتو یوه برخه چې له خبرواو کلماتو سره یوځای کیږي ، له ژبنئ کلمې ورآخوا په عناصرو مشهوره ده .په دغو عواملو یا عناصرو کې د غږ کیفیّت ، احساسات او د خبرو انداز او همداراز د ریتم ، د غږ زیاتوالی او کموالی پکې شامل دي .
پر کلامي ارتباطاتو باندې غیرکلامي ارتباطات لومړیتوب درلودلی شي، په دې توګه چې تاسو په یوې رابطې په دوران کې یوه کلمه خبرې ونه کړائ شئ ، خو سخته ده،د خپلو غبرګونونو او چلند مخه ونیسئ . د تاسو چلند یعني د څیرې یا مخ حالت ،د بدن حرکتونه ، د بدن وضعیّت او نورو حرکتونه، پخپله،له احساساتو سره د اړونده هغو نښو نښانو تل پاتې سرچینه او د اطلاعاتو یو بې وقفې بهیر دی چې تجروبه کوئ ئې . د هغه درک او فهم یوازې یوه واړه برخه چې انسان ئې په یوه مخامخ تعامل کې ترلاسه کوي ، دکلامي ارتباط نتیجه ده . په دې توګه چې د کلامي پیغام منتقلول ۳۵فیصده او د هغه د غیر کلامی پیغام ۶۵فی صدي برخه او کلمات هم یوازې اوه فی صده د پیغام په منتقلولو کې ونډه لري .په نتیجې کې د بدن د ژبې او د غیر کلامي ارتباطاتوغوره ونډه ایجابوي،چې د یوې اغیزشیندونکي رابطې د رامینځةکولو او ساتلو لپاره،د غیر کلامي ارتباطاتو اصول او قواعد لازیات وپيژنو.
په غیر کلامي ارتباطاتو کې جنیټيکي او قراردادي دوې برخې شاملیږي . غیر کلامي ارتباطات په کلی وضعیّت کې تاسو ته په جنیټکي بڼه منتقل شوي دي . په ناغوښتي توګه ورڅخه استفاده کوئ او دهغو معنا باندې هم پوهیږئ .له دې امله د هغو د درک لپاره کوم خاص مهارت ترلاسه کولو ته ضرورت نه لرئ او یوازې پرې پوهیدا او پام کولو سره دمونږ په ارتباطي مهارتونو کې غیرشیندونکی کیدلی شي . په دوهم حالت کې د غیر کلامی ارتباطات،د کلامي اړتیاؤ،شرائطو او کلتور په اساس،د انداز نښو (Contractual signs)په بڼه کې جوړشوی دی . کله کله ممکنه ده،د معنا د منتقلولو لپاره یو شمیر نښې نښانې او (Contractual signs) یا د انداز نښې چې د یوه ملیّت ا و کلتور له موقعیّت او شرائطو سره په تناسب کې وي ، استفاده کوو، او پخپله تاسو ئې ټاکونکي یاست . د مثال په توګه د غوټې یا کَټې ګوتې نښه د ودریږئ ،اوکی،سمه ده، او یا د سپکاوي په معنا کیدلی شي .
ددې لپاره چې خپل غیر کلامی ارتباطات لوړ کړئ شئ ، غوره ده ، درست اړخونه ئې درکړئ او د هرې برخې د اغیزشیندنې څرنګوالي باندې پوهه شئ، په همدې دلیل دغیرکلامي چلندونو ارزونې ته مخه کوو .
هغه واټن چې د فضا داندازې له نظره د کسانو ترمینځ شته ، حریم بلل کیږي. دغه فضا د ټولنیزو یا اجتماعي معیارونو ، شخصي ځانګړتیاؤ ، او بلدتیا د سوئې په څير د ډيرو عواملو تر اغیزلاندې ټاکل کیږي . د حریمونو ساتل او رعایتول ئې مشخص کوي ، چې مونږ ځان د یوې رابطې په کوم ځاي کې وینو. خصوصي حریم (Privacy) په یوې کابو پنځلس سانټي میټري دایرې مشتمل دی چې ممنوعه سیمه یا حوزه بلل کیږي او یوازې د کورنۍ غږي او صمیمي کسان له دغه پنځلس سنټي میټري محدودې څخه دتیریدا اجازت لري . شحصي حدود یا حریم د هر یوه انسان ګیرچاپیره کابو یو نیم میټري فضا ده چې له هغو کسانو پرته چې انسان ئې پخپله ټاکي ، بل هیچا ته د ورنزدیکیدا اجازت نه وي . ټولنیز یا اجتماعي حریم یوه له یوه میټره تر پنځه اعشاره درې میټري محدوده ده چې په نورو کسانو یه ناپيژندګلو کسانو سره په ارتباط کې رعایتیږي . عمومي حریم هم له شپږو میټرو په لازیاته فضا کې ګڼل کیږي چې له هغو موقعو سره اړونده دی چې له یوه ارتباط ورتیر په لیرې واټن سره په صحنې کې یوو ، مثلا ، کله چې د یوې پيښې نندارچیان کیږو .
دوستانو سر ته د لاندې په لور ټکان ورکول یا خوځول،د تائيدیدا او یا تسلیمیدا په معنا او دغه راز سر ته د یوه بل پلوۀ د خوځولو معنا هم مخالفت ، یا افسوس ،همدردئ په معنا او دغه راز د سر بَرَه په لور دخوځولو یا خورَولو معنا هم د کوم دلالت، انکار او نه منلو په معنا کیدلی شي .
د ویرې ، غوسه کیدا ،غم او ښادئ د ښودلو لپاره دمخ یا څیرې حالتونه ، په درستې نړۍ کې یو شان ته معنا لري . مثلا ، د ټنډې کیلې او بَڼو ټيټَوَل او د شونډو چیچل د یو کس د غم یا غوسه کیدا یا خپګان نښه کیدلی شي . ګډوډ څيره د سټریس او یا غوسې نښه کیدلی شي ، د مخ یا څيرې سرۀ کیدل ، د موقعیّت په نسبت ، د غوسې یا شرم نښه ده .د مخ زیّړیدا د ویرې نښه شمیرل کیږي . د بّټو یو ځاي غونډول او غوټه شان ورکول د غوسې او خپګان او درد او د بَڼو بَرَ اوچتول د حیرانتیا یا د یوه مطلب ترلاسه کول ګڼل کیږي .
په غیر کلامي ارتباطاتو کې ، د شونډو او مُسکا مختلف اندازونه او بڼې هم خپلې خاصې نښې لري . په دې بڼه کې چې په مُسکا سره خوله وازه کیږي ، په داسې شکل سره چې پاسني غاښونه وبریښیږي ،او هغه کس چې درسره خبرې کوي ، پوهیږي ، چې دلچسپي لرۍ ورسره لازیات بلدشئ او یا ورسره لازیات وخت تیرکړئ . په تړلو شونډو سره مُسکا، یوازې د احترام ،ادب او نزاکت لپاره . هرکله چې یو کس خپلې د واړه شونډې سره یوځاي کش کړي ، نو معنا ئې دا ده چې مقابل کس ئې دلربا او جذاب دی . د شونډو کلکه بندول او یو ځاي کول د نه منلو او کرکې په معنا کیدلی شي . کله یو کس خپله لاندینئ شونډه سره ژوئي او سر خوځوي ، نو دا د هغه کس د کرکې اوغوسې نښه ده . په خوب ککړتیا یوازې د ارږمئ علت نه وي ، بلکې په یوې ډير کم سټریس کې هم رابرسیره کیږي ، یا کله چې مرّدد وي یا په شک کې وي ، چې څه کار باید ترسره کړي ، نو بیا د لازیات وخت د ترلاسه کولو لپاره ارږمئ او سوئیلئ کوي .
د لاسونو حرکتونه او تودوخه هم د بدن د ژبې نورې نښې رابرسیره کوي . د لاسونو سړوالی د ویرې نښه ده . که لاسونه ډیر ګرم وي نو دا د ډيرې غوسې او یا ډير سټریس ښودنه کوي . د لاسونو موښل هم یوې موضوع ته بیرته واردیدلو سره دلچسپي غواړي او یاسټریس لري .له ډير وخت راهسې د لاس پرانیستي پريښودل د حقیقت، صداقت ، بیعت او تسلیمیدا په معنا کیدلی شي . ددې په اپوټه بند موټی او غوټه خوړلی موټی د مقاومت او یا د یو شي د پټولو په معنا کیدلی شي .
داټول هغه رودې او نښې دي چې غیر کلامي ارتباطات نندارې ته وړاندې کوي او په دغو حرکتونو سره مقابل هم تر ډیره حده پوهیدلی شي،چې ته څه وئیل غواړې او یا څه کول غواړې .
همداراز له ځان سره څه وئيل او د یوه آهنګ زمزمه کول،د غیرکلامي ارتباطاتو کې یوه بله مقوله ده . هغه خبره او لهجه چې دتاسو له کلام سره یو ځاي وي ، ستاسو د کلام پشبړتیا ورسره تړلې ده . په هر کلام او خبرې پسې فکرمند شونه او یا احساساتي شونه ، د هغه متن دموسیقۍ په معنا ده چې د ستاسو د جملو په لړ کې آوریدل کیږي .د تاسو د بیان نرمښت، یا سختوالی، ستاسو صداقت او یا غیر صادق شونه او د دلچسپۍ اندازه پخپله رابرسیره کوئ . غیر کلامي ارتباط ستاسو پر مدیریّت اغیزې شیندي، پر دې اساس باید خپله ټوله هڅه ددغه ارتباط د ښه کولو لپاره وکاروئ ، د خپل بدن د ژبې او احساساتو په باب کافي پيژندګلوي ولرئ او په ښه ډول ئې مدیریّت کړئ ، ستاسو هڅه به لامل ش ي، د خپل ژوند او دکار په چاپيریال او ځاي کې لاښې اړیکې او ماحول رامینځة کړئ . دا هم د تاسو لپاره او دهم د کار د چاپیریال لپاره او هم د ټولنې ، اورګان ،ادارې او دفتر لپاره لا په زړه پورې فضا رامینځةکوي .
**********************
= نو ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ،له دې مخکې چې ستاسو له حضوره اجازت واخلو ، باید ووایو چې د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ چې د نړۍ او سیمې له تر ټولو رووستیو خبرونو او پیښو خبرشئ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپاروو، بریالي او سوکاله ووسئ .
(سیماب)
***********************************************