الهي نومونه ۷۰ (مُنتقِم نوم)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i109388-الهي_نومونه_۷۰_(مُنتقِم_نوم)
په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی د منتقِم نوم څیړنه کوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2021 08:26 Asia/Kabul
  • الهي نومونه ۷۰ (مُنتقِم نوم)

په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی د منتقِم نوم څیړنه کوو

ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم!

د الهي نومونو د لړۍ له یو بل مطلب سره دا دی یوځل بیا ستاسو په خدمت کښې یو. په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی د منتقِم نوم څیړنه کوو چې د سزا ورکونکي او رټونکي په معنا له (نقم) څخه وتلی دی. د نقم په شان ځینو نورو کلمو سره انتقام په قرآن کریم کښې ۱۷ ځایه استعمال شوی دی چې څلور ځایه یې خدای تعالی ځان، د (ذوانتقام) په نوم معرفي کړی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/

ګرانو مینه والو لکه څنګه چې مو د الهي لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې ویلي دي، الهي نومونه د جمالي او جلالي په دوو ډلو ویشل کیږي. جمالیه نومونه هغه دي چې په کښې د خدای د رحمت، مهربانۍ او خوشالۍ یادونه شوې ده او انسان خان ته راکاږي او د مینې او محبت لامل کیږي، لکه رفیق، شفیق، لطیف او داسې نور....

له بلې خوا جلالیه هغه نومونه دي چې پکښې قهر او غلبه او سیطره موجوده ده لکه قهار، جبار، منتقم او داسې نور.

جلال نومونه هم د اسماء جمال په شان ځانګړې ښکلا لري او د خدای تعالی د عزت، عظمت، قاهریت او سلطې ښودونکي دي. مؤمن انسان همهغه ډول چې په جمال نومونو باندې په لازیاتې پوهیدنې سره د خدای پاک رحمت ته هیله مندیږي، په جلال نومونو باندې په پوهیدو سره د خدای له سترتوب او دبدبې نه اندیښمنیږي او ویریږي او هڅه کوي چې د خدای د نظر په جلبولو سره ځان د هغه له غضب او انتقامه لرې کړي.

د خدای یو جلالي او د قهر نوم (منتقم) دی چې د خدای د سخت انتقام او غچ او سزا یادونه کوي.

د لیکنې په دوام کښې په تفصیل سره د مُنتقِم نوم څیړنه کوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

(منتقم) له (نقم) څخه وتلی دی چې د سزا ورکونکي او رټونکي معنا ورکوي. د نقم په شان ځینو نورو کلمو سره انتقام په قرآن کریم کښې ۱۷ ځایه استعمال شوی دی چې څلور ځایه یې خدای تعالی ځان، د (ذوانتقام) په نام معرفي کړی دی.

د قرآن کریم د دریمې سورې یعنې آل عمران، پنځه نویمې سورې یعنې مائده او اووه څلویښتمې مبارکې سورې یعنې سوره ابراهیم په آیتونو کښې خدای تعالی فرمايي: « ... اللّهُ عَزِیزٌ ذُو انتِقَامٍ : او خدای ماتې نه منونکی او انتقام اخیستونکی دی.

هم داشان د سوره زُمر په ۳۷ آیت شریف کښې فرمايي: ... اللّهُ بعَزِیزٌ ذُو انتِقَامٍ »

په دغو څلور واړو ځایونو کښې د (ذوانتقام) نوم د (عزیز) نامې ترڅنګ راغلی دی. مفسران وايي چې د دغو دواړونو نومونو د یوځاې راتلو وجه دا ده چې عزیز د داسې ماتې نه منونکي په معنا دی چې تل د برلاسي کیدو او برترۍ موندلو قدرت لري او انتقام اخیستی شي.

*/*/*/*/*/*/*

انتقام یو داسې بنیادي اصل دی چې تل په انسانانو کښې دود پاتې شوی دی او حتی په ځینو ځناورو کښې هم داسې حرکات لیدل شوي دي چې انتقام ته ورته دي. کوم څیز چې انسان انتقام ته اړباسي هغه همیشه یو څیز نه وي بلکې د فردي انتقامونو او بدل اخیستو انګیزه زیاتره زړه سړول وي. په بله وینا، د انتقام زیاتره پيښې عقلاني نه بلکې احساسي او جذباتي وي.

البته انتقام کله کله اجتماعي او ټولنیز هم وي چې اصلي انګیزه یې د عقلانیت په بنیاد وي. دغه انتقام د ګډوډي د خطر او شخړې څخه د اجتماعي نظام د ساتنې لپاره دی ځکه چې دا ډول انتقام نه وي او مجرم او قاتل ته د هغه د جرم او جنایت سزا ورنه کړې شي نو د ټولنې امنیت، ارامښت او سلامتي په خطر کښې لویږي.

هم دا وجه ده چې په قرآن کریم کښې چې په هر ځاې کښې د خدای تعالی د انتقام خبره راغلې، مطلب یې هغه انتقام دی چې د الهي دین او اسماني شریعت له حقوقو یو حق ضایع شوی وي او په زیاتره ځایونو کښې له ظالم څخه د مظلوم د حق د اخیستو لپاره دی.

*/*/*/*/*/*/*

خدای تعالی د سوره حجر په نهم مبارک آیت کښې فرمايي: په تحقیق سره مونږ قرآن نازل کړی دی او په یقین سره یې مونږ ساتونکي یو.

له بلې خوا د روم د مبارکې سورې په ۴۷ آیت کښې فرمايي: مؤمنان په مونږه حق لري چې مرستې ته یې پورته شو. ځکه چې خپله خدای د انسانانو او د بشري ټولنې د حقوقو ساتونکی دی.

په دې وجه کله چې یو قوم او یوه ډله خلک سرکشۍ او ګناه ته مخه کړي او هیڅ قانون ته غاړه نه ږدي او د دین د بنیاد له ورانولو او د بشري ټولنې له دړي وړي کولو پرته بل هدف نه لري نو دغه وخت د الهي انتقام زمینه برابریږي. په دې وجه په مخلوق باندې عذاب تل د هغه جرم او ګناهونو په وجه راځي چې د خدای د رحمت د نازلیدو مخه نیسي.

*/*/*/*/*/*/

دلته د یو ټکي یادونه ضروري ده او هغه دا چې د قیامت په ورځ د کافرانو او ګناهکارانو لپاره د حکیم خدای اخروي عذاب او انتقام، ټولنیز او اجتماعي انتقام نه دی ځکه، لکه څنګه چې وویل شول، ټولنیز انتقام په دنیا کښې د نظامونو د ساتنې او د ګډوډي د مخنیوي او د نورو د عبرت لپاره دی حال دا چې د آخرت په عالم کښې نه دنیاوي اجتماعات شته او نه څوک د نورو په حقوقو باندې تیری او زیاتی کولې شي چې ګډوډی جوړ کړي او د مخنیوي لپاره یې اجتماعي انتقام او غچ صحیح وي.

د قیامت په ورځ د خدای تعالی انتقام په دې دنیا کښې د انسانانو د عملونو او کړچار په اساس دی چې په آخرت کښې به یې باطن او حقیقت په ډاګه شي. خدای پاک عادل دی او د هغه د عدل تقاضا دا ده چې ټولو بدکارانو ته د هغوي د عملونو سزا ورکړي او دا چې ویل کیږي خدای تعالی له ګناهکارانو څخه انتقام اخلي، په حقیقت کښې یو ډول مجازي تعبیر دی. په دې وجه چې اصل، د خدای رحمت دی او کوم بنده چې په خپله خوښه او خپل اختیار د خدای د رحمت له دایرې وځي، ځان په عذاب کښې ګیروي.

لکه څنګه چې پوهیږئ، د آخرت ژوند د دنیا د عملونو نتیجه ده ځکه هغه څه چې د الهي انتقام په توګه یادیږي، د هغو بدو کړنو بدرنګې او کرکجنې څیرې دي چې د بیابیا ګناه کولو په وجه په انسان کښې راپيدا کیږي. په حقیقت کښې د قیامت په ورځ به هر انسان په دنیا کښې د ترلاسه کړي او جوړ کړي شخصیت سره سم د خپلو اعمالو تجسم او شکل ترلاسه کوي. د مثال په توګه ویل کیږي چې  متکبر انسانان به په آخرت کښې د میږي په شکل ظاهریږي ځکه چې دغو کسانو په دې دنیا کښې له خلکو سره له کبره ډک سلوک کړی نو په بله دنیا کښې به داسې سپک او حقیر محشور شي.

کوم کس چې د خدای په (منتقم) نوم متخلق او ښکلی کیږي، باید د خدای تعالی له دښمنانو څخه انتقام او غچ واخلي. خو خپله د انسان په وجود کښې د هغه له نفس نه بل کوم ستر دښمن شته دی. په دې وجه هر کله چې انسان ګناه ته نزدې کیږي یا له یو عبادت له لرې کیږي، پکار دي چې له خپل نفس نه انتقام واخلي او کله چې دغه دښمن خپل اسیر کړي هله کوې شي چې د نورو بندګانو ترمنیځ د خدای تعالی روا حدود او اصول جاري کړي.

هغه کامل انسان چې د اسماء الهي بشپړ مثال دی، د منتقم د نوم حقیقي نښه هم کیدې شي. د غدیر د اختر په ورځ د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) په مشهوره خطبه کښې، کله چې دوي د خدای تعالی د وروستي ولي امام مهدي علیه السلام توصیف شروع کړ نو داسې یې وفرمایل: « ... الا انّه المنتقم من الظالمین الا انّه مدرک کل ثار لاولیاء اللّه عز و جل: خبر اوسئ چې هغه (خاتم الاوصیاء مهدي موعود) له ظالمانو غچ اخیستونکی دی. هغه د خدای د ټولو صالحو بندګانو په ناحقه د توې شوې وینې بدل اخیستونکی دی.

په دې وجه حضرت ولي عصر(عج) د منتقم په توګه ظهور کوي څو له جبارانو څخه د تاریخ د ټولو ظلمونو انتقام واخلي او د صالحانو او نیکانو په مرستې سره نړیوال عادلانه نظام پرځاې کړي.

*/*/*/*/*/*/*

ښه ګرانو دوستانو! د مطلب په پاې کښې لاس لپه کوو او د صحیفه سجادیه د څوارلسمې دعا یوه برخه په ګډه زمزمه کوو.

«اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ وَ وَفِّقْنِی لِقَبُولِ مَا قَضَیْتَ لِی وَ عَلَیَّ وَ رَضِّنِی بِمَا أَخَذْتَ لِی وَ مِنِّی‏ وَ اهْدِنِی لِلَّتِی هِیَ أَقْوَمُ وَ اسْتَعْمِلْنِی بِمَا هُوَ أَسْلَمُ‏:

خدایه پر محمد او آل محمد باندې درود واستوې او ما ته توفیق راکړې هغه څه چې زما په هکله یې حکم کوې، که سود وي او که زیان، په رضا یې ومنم او په هغه څه چې له بل څخه یې زما لپاره او له ما نه یې د بل لپاره اخلې، راضي مې کړې، او ما بیخي نیغې لارې ته لارښوونه کړې او په ډیرو سمو عملونو مې وګمارې.

اَللَّهُمَّ وَ إِنْ کَانَتِ الْخِیَرَةُ لِی عِنْدَکَ فِی تَأْخِیرِ الْأَخْذِ لِی وَ تَرْکِ الاِنْتِقَامِ مِمَّنْ ظَلَمَنِی إِلَى یَوْمِ الْفَصْلِ وَ مَجْمَعِ الْخَصْمِ‏ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ وَ أَیِّدْنِی مِنْکَ بِنِیَّةٍ صَادِقَةٍ وَ صَبْرٍ دَآئِمٍ‏:

خدایه که زما خیر په دې کښې ګڼې چې د حق اخیستل مې وځنډیږي او له هغه کس څخه انتقام چې په ما یې ظلم کړی دی، له باطل نه د حق د روښانه کیدو او د مدعیانو د راغونډیدو تر ورځې (قیامته) پورې پاتې شي، نو بس په محمد او د هغه په آل باندې درود واستوې او له خپلې خوا زما په صادقانه نیت او همیشني صبر کښې مرسته وکړې.

وَ أَعِذْنِی مِنْ سُوءِ الرَّغْبَةِ وَ هَلَعِ أَهْلِ الْحِرْصِ وَ صَوِّرْ فِی قَلْبِی مِثَالَ مَا ادَّخَرْتَ لِی مِنْ ثَوَابِکَ‏ وَ أَعْدَدْتَ لِخَصْمِی مِنْ جَزَائِکَ وَ عِقَابِکَ وَ اجْعَلْ ذَلِکَ سَبَباً لِقَنَاعَتِی بِمَا قَضَیْتَ وَ ثِقَتِی بِمَا تَخَیَّرْتَ‏:

او ما ته له بد خواهش او د حریصانو له حرص نه پناه راکړې اوکوم ثواب چې دې ما لپاره ساتلی دی او کومه سزا چې دې زما د دښمن لپاره تیاره کړې ده د هغې یو نقش مې په زړه کښې مصور کړې او هغه ستا په قضا باندې زما د خوښې او په هغه څه باندې چې زما لپاره دې غوره کړي او ټاکلي دي، د ډاډ او د زړه د ارامښت سبب وګرځوې.

آمِینَ رَبَّ الْعَالَمِینَ إِنَّکَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ وَ أَنْتَ عَلَى کُلِّ شَیْ‏ءٍ قَدِیرٌ:

آمین یا رب العالمین چې ته د ستر فضل خاوند او په هر څیز باندې توانمن یې.

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی