تلپاتې وږمې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i109780-تلپاتې_وږمې
 (د مصیبتونو له امله د بي بي زینب کبری د مقام عظمت او سترتوب)
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2021 08:45 Asia/Kabul
  • تلپاتې وږمې

 (د مصیبتونو له امله د بي بي زینب کبری د مقام عظمت او سترتوب)

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د تلپاتې وږمو د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. لکه څنګه چې پوهیږئ په دې لړۍ کښې د مختلفو معارفي او تفسیري موضوعاتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ویناؤ ځینې برخې بیانوو. په دې نننۍ برخه کښې یې، په حضرت بي بي زینب سلام الله علیها باندې د راغلو غمونو او مصیبتونو له امله د دغې پاکې بي بي د مقام د عظمت او سترتوب په هکله د دوي ځینې څرګندونې بیانوو. معظم رهبر د اسلام د دین بقا، د امام حسین علیه السلام او د بي بي زینب(س) په صبر او استقامت باندې تکیه کونکې ګڼي.

*/*/*/*/*/*/*/*

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي فرمايي: د عاشورا په ورځ بي بي زینب کبری(س) دغه ټول خپلوان او عزیزان په خپلو سترګو ولیدل چې قربانګاه ته تللي او شهید شوي دي. خپل ګران ورور سید الشهدا حسین بن علي علیه السلام یې ولیده، حضرت عباس یې ولیده، علي اکبر یې ولیده، قاسم یې ولیده، خپل اولادونه یې ولیدل، نور وروڼه یې ولیدل. د هغوي له شهادت وروسته یې هغه ټول محنتونه او مصیبتونه ولیدل، د دښمن یرغل او د حرمتونو سپکاوی یې ولیده او د ماشومانو د ساتنې او د میرمنو د حفاظت مسئولیت یې په غاړه واخیسته. نو د دې مصیبتونو سترتوب په دې بدني سترګو چرته پرتله کیدې شي.

خو د دې دومره مصیبتونو او غمونو په وړاندې بي بي زینب د عالم پروردګار ته عرض ونه کړ چې خدایه نجات راکړې. هغې د عاشورا په ورځ عرض وکړ: پروردګاره! زمونږ دا قرباني قبوله کړې. د سترګو په وړاندې یې په غشو او تورو د ورور سورې سورې بدن پروت دی او وايي پروردګاره! دا قرماني مو قبوله کړې.

کله چې ترې پوښتنه کیږي چې څه دې ولیدل؟ فرمايي: ما رأیت الّا جمیلا (بې له ښکلا مې هیڅ ونه لیدل). دا دومره غمونه او مصیبتونه د بي بي زینب(س) په نظر کښې ښکلي او ښایسته دي ځکه چې د خدای تعالی له لورې دي، ځکه چې د هغه لپاره دي، ځکه چې د هغه لوې ذات په لاره کښې دي، د هغه د کلمې د لوړاوي په لاره کښې دي.

وګورئ دا مقام، د حق او حقیقت په هکله د دومره صبر او مینې مقام، څومره فرق لري له هغه مقام سره چې قرآن کریم یې له بي بي آسیې څخه نقل کوي. دا د بي بي زینب د مقام سترتوب څرګندوي. د خدای لپاره کار، داسې دی. ځکه نن سبا د بي بي زینب سلام الله علیها نوم او د هغې کار د دنیا لپاره مثال او تل پاتې دی. د اسلام د دین بقا، د خدای د لارې بقا، د خدای د بندګانو له خوا د دې لارې د وهلو دوام، متکي شوی دی او مرسته او طاقت یې اخیستی دی له هغه کاره چې حسین بن علي علیه السلام او حضرت زینب کبری سلام الله علیها وکړ. یعنې هغه ستر صبر، هغه اودریدنه او د غمونو او مشکلاتو هغه زغمل سبب شو چې تاسو نن سبا وینئ په دنیا کښې دیني ارزښتونه، دود او رائج ارښتونه دي.

*/*//*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی