د خدای میلمستیا ۳
(last modified Tue, 05 Apr 2022 04:34:03 GMT )
Apr 05, 2022 09:04 Asia/Kabul
  • د خدای میلمستیا ۳

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم. د عبادت او بندګۍ د میاشتې یعنې رمضان نن دریمه ورځ ده. درې ورځې وشوې چې د اسمان ورونه خلاص شوې دي او د خدای رحمت لکه د سیند په بهیدو دی.

د روژې میاشت یو نه ختمیدونکې نعمت دی. د دې دومره ستر نعمت شکر څنګه کوی شو؟ ټول الهي نعمتونه ستر دي او د دغو ټولو شکر پر مونږ واجب دی. د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: ایمان دوه برخې دی، یوه برخه یې صبر او زغم دی او بله یې شکر او سپاسګزاري ده. صبر په طاعت او د ګناه په پریښودو باندې او شکر، پر نعمتونو.

د هر نعمت حقیقي شکر دا دی چې له هغه نعمته په سمه توګه کار واخیستی شي. هغه ضایع نه کړو او په کښې اسراف ونه کړو. که خدای تعالی مونږ ته ژبه راکړې ده نو پکار دي چې د خدای د ذکر او حق ته د بلنې په لړ کښې یې استعمال کړو او له خلکو سره په نرمۍ او مهربانۍ سره خبرې وکړو. په ژبه غیبت کول او تهمت پورې کول، غټې غټې خبرې او لافې وهل او کنځلې کول، سترګې په محرم او حرامو لګول، لاس د نورو په حق اچول او زړه په ګناه ککړول، دا تول د الهي نعمتونو ضایع کول دي. مونږ باید پوه شو چې په هر حال کښې ځان ته یادونه وکړو چې هر څه چې لرو خدای تعالی راکړي دي. زمونږ ټول وجود یو داسې نعمت دی چې خدای تعالی بې له هیڅ ډول غوښتنې او سریزې مونږ ته رابخښلی دی نو بس شکر یې هم بې له هیڅ ډول سریزې او شرطه واجب دی.

په مونږ باندې د مُنعِم خدای حق دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړو او هیڅ کس او هیڅ څیز ورسره شریک نه کړو. ځیني خلک جنت ته د رسیدو په خاطر او ځیني نور هم د دوزخ له عذابه د خوندي پاتې کیدو لپاره د خدای عبادت کوي.

حضرت علي علیه السلام دغه خلک سوداګر او مرئي ګڼي. خو یوه ډله خلک داسې هم شته چې د خدای تعالی عبادت یوازې د هغه د نعمتونو د شکر لپاره کوي او دا د پتمنو عبادت دی، داسې عبادت چې د الله له خدایۍ سره ښايي. پتمن خلک چې په هر حال کښې وي، نه هیروي چې یاد د کریم خدای شاکر ووسو. هغوي د (الحمد لله) ذکر هیڅکله نه هیروي، که هغه په خوشالۍ کښې وي او که په خفګان کښې او که په مشکلاتو کښې وي او که په ناروغۍ کښې. امام موسی کاظم علیه السلام فرمايي، څوک چې د یو نعمت په خاطر (الحمد لله) ووايي نو د هغه نعمت شکر یې ادا کړی دی.

خدای تعالی په قرآن کښې ژمنه کړې ده چې که شکر ګزاره ووسئ نو خامخا به درته لازیات نعمتونه دروبخښي. معصومو امامانو علیهم السلام هم شکر کول د نعمت د زیاتیدو او له فقر او بې وزلۍ د لرې کیدو سبب معرفي کړی دی او د کوم نعمت چې شکر ادا نه شي، د هغې ګناه په شان ده چې ونه بخښلې شي.

د شکر ګزاره کیدو توفیق په خپله یو نعمت دی چې خدای تعالی یې خپلو بندګانو ته ورکوي او د دې نعمت شکر، د شکر ایستلو دوام او د الحمد لله ذکر دی. امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي، هر کس چې د ورځې په پیل کښې څلور ځلې ووايي: «الحمدُللهِ رَبِّ العالمین» نو د هغې ورځې شکرانه یې ادا کړې ده او که دغه ذکر د شپې په سر کښې ووايي نو د هغې شپې شکرانه یې پر ځاې کړې ده. باید مخکښې له دې چې الهي نعمتونه مو له لاسه ووځي، د هغو شکر وکړو ځکه چې دنیايي نعمتونه ختمیدونکي دي خو هغه ټول به په قیامت کښې شهادت ورکوي چې مونږ ورسره څه کړي دي. د هر نعمت شکر چې مو ایستې وي هغه به شهادت ورکوي چې نه مو دي ضایع کړي او له اصراف کونکو څخه نه وو او خدای تعالی به راباندې نعمتونه لازیات کړي او هغه به نور نو ختمیږي نه دي.

د خدای میاشت رمضان راورسیدله چې د هستۍ او کائناتو د پروردګار او د نړیوالو د خالق یاد په زړونو کښې راوټوکیږي او هغه کسان چې یوازې د خدای عبادت کوي او یوازې له هغه نه مرسته غواړي، د شیطان له منګولو او له نفساني خواهشاتو وژغوري. متعال خدای رمضان یوه داسې میاشته ګرځولې ده چې زړونه د پروردګار په لور لازیاته ګروهنه پیدا کړي او دا یو ډیر ارزښتناک موقعیت دی چې مونږ ټول ترې باید ګټه پورته کړو. په دې ګرانې میاشتې کښې له دې امله چې روژتي کس د ګناه نه کولو هڅه کوي، د خدای یاد او پروردګار ته توجه لازیاتیږي.

هم هغه ډول چې د فرش او قالین، کړکیو، دیوالونو او لباس او جامې ناپاکۍ او ککړتیاوې پاکوو، پکار دي چې د رمضان د میاشتې په رارسیدو سره، خپلو باطني عیبونو ته پاملرنه وکړو او د زړه کور له هر ډول بدیو، کینې، غمونو او دنیاوي حسرتونو پاک کړو. شیطان په هر حال کښې په کمین کښې دی تر څو بې ارزښته دنیايي مادیاتو ته د انسان په پام اړولو سره هغه له خدایه لرې کړي او د ګمراهۍ کندې ته یې ټیل وهي، د رمضان میاشته هغه فرصت دی چې انسان د هغو څیزونو په هکله فکر وکړي چې د هغه د نیکمرغۍ لامل کیږي او د دغه فکر له مخې ځینې عبث ارمانونه او آرزوګانې پریږدي او د ځینو ارزښتناکو اهدافو په تکل کښې شي او هغو ته د رسیدو لپاره پلاننګ وکړي او د خپل ژوند لاره د هغو په بنیاد برابره کړي. هم دا وجه ده چې ویل کیږي، د یو ساعت تفکر، د اویا کلونو له عبادته غوره دی.

د روژې مبارکه میاشت یو داسې فرصت دی چې مونږ ټول باید د خپل وجود اصل ته توجه وکړو، د کور زړه آباد کړو او هغه له هر ډول پلیدۍ پاک کړو او له هر ډول کینې یې خالي کړو او شکر ګذاره شو. دا میاشت یو داسې فرصت دی چې کوم انسانان چې دنیاوي پيئلتیا نیولي دي، راپورته شي او په دنیا پورې د تړل کیدو دا پړي وشلوي. د انسان اصلي ځاې د هغه زړه دی نه د هغه دنیاوي موقعیتونه او مادي امکانات. هم دا وجه ده چې وايي: د انسان زړه د هغه جنت او یا دوزخ دی چې که پاک او نیک ژوند تیر کړي نو زړه یې جنتي او خدايي کیږي او که د دښمنۍ او ګناه په لاره لاړ شي نو اور یې د زړه له دننې څخه غرغنډه کیږي او ورپاره یو جهنم برابرولی شي او هغه به د هغو شعلو په لور وربولي.

د روژې میاشته د ځان سمولو او د زړه د کور د پاکولو میاشته ده. د بدلون او د ځان د پاکولو ترټولو ښکلې او بشپړه طریقه هغه ده چې قرآن کریم انسان ته انځوره کړې ده لکه څنګه چې د سوره فرقان په اویایم مبارک آیت کښې فرمايي: مګر هغه کسان چې له ګناه څخه توبه وکړي او نیک عمل ترسره کړي نو بس خدای تعالی د هغوي ګناهونه په نیکیو بدل کړي او خدای ډیر بخښونکی او مهربان دی.

دا ډول بدلون سبب کیږي چې خدای تعالی نه یوازې ګناهونه وبخښي بلکې تیرې غلطیانې یې په نیک او صالح عمل بدلې کړي. نو لکه څنګه چې روژه د بدن اضافي مواد او چربیانې ختموي او بدن پاکوي، مونږ هم دنده لرو چې خپل روح له ککړتیاو او ناپاکیو پاک کړو او خپلې باطني نیمګړتیاوې چې د ګناه او ناخوښه چلند په وجه رامینځته شوې دي، ختمې کړو.

ګرانو دوستانو یو ډیر ښه عمل چې په دې مبارکه میاشته کښې یې د ترسره کولو ډیره سپارښتنه شوې ده، د قرآن مجید تلاوت دی. د رمضان میاشته داسې مناسب فرصت دی چې انسان په کښې له دغه الهي کتاب سره مینه پیدا کړي او د قرآن په آیتونو کښې په تدبر او تفکر سره تر خپله وسه د هغه په معارفو ځان پوه کړي.

د دین له برګانو څخه داسې ډیر حدیثونه او روایتونه ذکر شوې دي چې په کښې د قرآن د لوستلو ډیرې سپارښتنې شوې دي او د تلاوت لپاره ځیني آداب ذکر شوې دي. خپله په قرآن کښې هم داسې آیتونه شته چې انسان د قرآن لوستلو او په کښې تدبر ته هڅول شوی دی. د سوره ص په ۲۹ آیت کښې لولو: دا له خیر او برکته ډک کتاب دی چې په تا مو نازل کړ چې په آیتونو کښې یې تدبر (فکر) وکړې او عقلمندان ترې تذکر واخلي.

قرآن کریم د یو غوره ژوند لپاره بشپړ دستورالعمل دی او د روژې میاشته د قرآني تعملیاتو د پیژندلو لپاره یو ډیره غوره فرصت دی.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه