د روغتیا مجله (۱۱۰) اسکلیټي او عضلاتي اختلالات( د اوږې دردونه)
ګرانو مینوالو، د روغتیا مجلې په تېر پروګرام کې مو د عصبو سیاتیک درد وڅېړلو. په دې برنامه کې د اوږې دردونه، آرتروز او څېريوالی، د اوږې لوېدل او د تاندون التهاب څېړو. له موږ سره و اوسئ.
اوږه، هغه برخه ده چې له څو مفصلو څخه جوړېږي، چې د دې وړتیا لري ستاسو عضلات او تاندونونه له یو بل سره ونښلي او تاسو ته د حرکت وړتیا درکړي. ټول شیان، ستاسو د ملا تر ګرولو او د یو کتاب تر پورته کولو پوري، ټول د دې برخې په وسیله ترسره کېږي. د اوږې درد ناروغي، یو عمومي درد دی او د څو لاملونو له امله شونې ده رامنځته شي. بورسیتونه، د تاندون غلاف پړسوب، د اوږې خوځوونکې عضلې د ناندونونو پړسوب، منجمده اوږه یا د اوږې د مفصلي کپسول سرښناکتوب، آرتروز، فیبرومیالژیا او څېریوالی، د تاندون لوېدل او پړسوب، هغه لاملونه دي چې په دوام سره یې څېړو.
بورسونه، له اوبو ډکې کڅوړې دي چې د مفصلونو ترڅنګ شتون لري. هغه برخې چې تاندونونه، پوست او عضلاتي جوړښتونه له هډوکو سره نښلي، د اوبو د دې ډکو کڅوړو له لوري پوښل شوي دي. د دې کڅوړو په وسیله، ښویوونکې مایع تولیدېږي، چې د مفصلونو حرکت پر وخت د اصطکاک له کمښت سره مرسته کوي. دا پړسېدلې کڅوړې، د مفصلونو د حرکتي جهتونو او د محدودولو لامل ګرځي.
د اوږې د درد بل لامل، د تاندون غلاف یا د تنوسینوویټ پړسوب دی. ساتونکی غلاف چې د سینوویوم تر عنوان لاندې پېژندل کېږي، تاندونونه پوښي. دا غلاف، د سینوویال ښویوونکې مایع تولیدوي، چې د تاندون د ساتل کېدو لامل ګرځي. دې تاندون ته زیان رسېدل شونې ده، د دې غلاف د ناسم عمل کولو او زیان رسېدو لامل شي. که پېښه رامنځته شي، شونې ده غلاف یا په بشپړه توګه ونتوانېږي د سینوویال ښویوونکې مایع تولید کړي او یا تولید شوې مایع په کافي اندازه نه وي، چې همدا کار د اوږې د درد او د غلاف د پړسوب لامل ګرځي.
ځيني وختونه شونې ده د اوږې خوځوونکې عضلې تاندونونه وپړسېږي. د اوږې یا مټ درد، په ځانګړې توګه د مټ پورته کولو په وخت کې، پر هغه باندې ویده کېدل یا د عضلاتو کارونې ته زیان رسوي، له اوږې او مټ څخه ډېر او پرلپسې کار اخیستل، د ورزش پر وخت یا د یوه فعالیت ترسره کول دي، یا شونې ده لامل یې اوږې ته زیان رسېدل وي. سن او عمر هم کولای شي په دې برخه کې رول ولري. د اوږې د خوځوونکې عضلې په تاندونونو کې څېریوالی هم د دې وضعیت لامل ګرځي. کله چې د اوږې هډوکو ته زیان رسېدلی وي، ستاسو د اوږې مفصل پړسېږي. د هغه لاملونه، سخت درد او د عضلاتو کمزورتیا او سستي ده، چې کولای شي د لاس پورته کول له ستونزو سره مخ شي.
منجمده اوږه او یا د اوږې د مفصلي کپسول سریښوالی د اوږې درد د رامنځته کولو بل لامل دی. د اوږې مفصل کپسول تدریجي کلکوالي ناروغي، یاني هغه جوړښت چې د اوږې مفصل شاوخوا نیسي ده. دا ناروغي له درد سره مل ده، چې حتی شونې ده اوږه ډېره کلکه او درد یې ډېر شي، داسې چې په ورځنیو چارو کې ستاسو د مټ کارونې وړتیا محدودوي. بې ثباتي او یا د اوږې لقي هم د اوږې مفصل د ډېر بېځایه کېدو له امله رامنځته کېږي.
د اوږې آرتروز په اوږې کې بل اختلال او د درد اصلي لامل لري او د هغه د له منځه تلو لامل دی، چې د لوړ عمره کسانو له ۲۰ سلنو پر ډېرو باندې اغېزه کوي. په اوږه کې دوه بېل مفصلونه شتون لري، یو اخرمي-چنبري مفصل چې په اختصار سره ورته د AC مفصل وايي، چې د چنبر، یانې ترقوې په هډوکې کې د اوږې پر سر شتون لري؛ او بل د اوږې مفصل دی، چې د اوږې هډوکې او د بازو هډوکې د نښلول کېدو په ځای کې شتون لري. د اوږې آرتروز دا دوه مفصلونه سره نښلوي. د عضروفونو پوښ ته زیان رسېدل، په معمولي توګه د اوږې د آرتروز اصلي لامل دی.
د اوږې مفصل پړسوب درې ډوله دی چې آرتروز، د مفصلونو روماتیزم او پړسوب پکې شامل دی. د اوږې د تخریب کوونکې، یانې آرتروز څخه د مفصل سولوونکی او ځړېدونکی پړسوب په توګه یادېږي، ځکه په دې ستونزه کې بهرنی صاف پوښ، یانې مفصلي غضروف له منځه ځي. معمولا له ۵۰ لوړ عمره کسان په آرتروز اخته کېږي او یو ډول یې په اخرمي-چنبري مفصل کې ډېر لیدل کېږي.
د مفصلونو روماتیزم، شونې ده هرڅوک په هر عمر کې ورسره مخ شي او معمولا د بدن له دواړو لورو څخه څو مفصله په دې ناروغۍ اخته کېږي. د مثال په توګه: د اوږې له اخته کېدو سربېره، ځنګون او د پښې د بجلکې مفصل هم شونې ده د مفصل روماتیزم نښې ولري. د مفصلونو د روماتیزم ستونزه د مفصل د پوښ پړسوب دی. له زیان وروسته د مفصلونو پړسوب هم د یوه آرزتروز برخه ده، چې د اوږې د ماتوالي او یا لوېدو وروسته رامنځته کېږي. دا ډول آرتروز هم کولای شي د اوږې په مفصل کې د اوږې د خوځنده عضلې له څېریوالي وروسته رامنځته شي.
د فعالیت په وخت کې د درد رامنځته کېدل، په حرکت کې محدودیت، د اوږې وچېدل او کلکېدل او په سختۍ سره د لاس اوچتول، د دې اختلال له نښو څخه دي. په سختۍ سره د مټ تړل او خلاصول، د مفصل پړسوب، د مفصلونو شاوخوا حساسېدل او په مفصل کې دننه د نیول کېدو او سولول کېدو احساس، د دې ناروغۍ نورې نښې دي. غرچاری او یا کرښاری د حرکت په وخت کې میکانیکي نښې دي.
په اوږې کې د مفصلونو پړسوب اصلا د ناپېژندل شوي علت له امله ډېرېږي. فرض پر دې دی چې په عضروف یا جوړښت کې لږ زیان، اناټومي او یا هغه برخې چې اوږې ته ثبات ورکوي، د دې ناروغۍ لومړی دلیل دی. د اصطکاک ډېروالی، د مفصل برخو زیان او پړسوب ته دوام ورکوي، تر هغه وخته پوري چې د اوږې د آرتروز ټول علایم ښکاره شي.
د دې اختلال د تشخیص لپاره، د بېلابېلو زاویو څخه د اوږې پر مفصل د ایکس شعاع راوستل کفایت کوي. د ایکس شعاع، د مفصل هډوکو په جوړښت لکه د هډوکو اغزې، ګردي کېدل، ډبل کېدل او یا د کیست زیان لکه په هډوکي کې او همدارنګه د مفصل کاسې په څنډو کې زیانونه او یا د هډوکو سخت زیان ښيي. اِمآرآی و سي ټي اسکن ته هم د اوږې بېلابېلو برخو انځورونو وړاندې کولو لپاره، شونې ده اړتیا وي. یخه درملنه او ګرمه درملنه، د تسکین او د غیر استروئیدي پړسوب ضد دردونو درمل، د اوزون درمله او د پي آر پي تزریق، د کمزوري لیزر په وسیله درملنه، د ماساژ درملنه، د ستنو طب، د کورتیزون تزریق، التراسونډ یا فراصوت او تنس درملنه، د دې ستونزې د هوارۍ لارې دي. د آرتروز درملنې لاندې د ډېرو خلکو علایم په ډېر ښه ډول له جراحۍ پرته مدیریت کېږي که څه هم د ځینو لپاره سخت مفصلي زیان، سخت درد، یا سخت حرکتي محدودیت لري، جراحي کولای شي په لوړ بریا سره د امکان لاره وي.
د اوږې له آرتروز څخه د مخنیوي لپاره اړینه ده د شونتیا ترکچې ورځني کارونه او عادي فعالیتونه ترسره نه شي. د مناسب وزن درلودل، حداقل ته د معمولي او تکراري کارونو رسول او د عضلاتو د قدرت کمښت څخه د مخنیوي لپاره د فعالیت دوام د دې ناروغۍ د مخنیوي نورې لارې دي. که تاسو ښه ورزشي برنامه ولرئ، کولای شئ د مفصل انعطاف منل خوندي او حتی ښه کړئ او کله چې مفصل سخت درد لري استراحت وکړئ.
د برنامې په دوام کې په اوږې کې یو بل اختلال یانې څېریوالی، لوېدل او د اوږې د تاندون پړسوب او یا د اوږې روتاتور کاف څېړو.
د اوږې د درد ترټولو شایع دلیل، د تاندونونو او د اوږې د روتاتور کاف عضلو ستونزې دي. احتمالا د بسکټبال، تنیس، ګلف او نورو لوبغاړو د زیانونو په اړ ه مو د دې عضلو نوم اورېدلی دی. په واقعیت کې ډېری خلک لږ او ډېر دا زیان ویني. روتاتورکاف شونې ده پر ځمکې له لوېدو، له ټکر او نورو ناڅاپه زیانون له امله څېري شي. دا ډول زیانوه معمولا د سخت او ناڅاپي درد لامل ګرځي. د تاندورونو روتاتورکاف عضلې کوچني دي او په ځینو دلیلونو سره ډېر زیانمن دي. دا عضلې، په خپل کوچینوالي سره، د اوږې مفصل د ثبات اصلي لامل دی. د مټ هر حرکت، د دې عضلو له سخت فعالیت سره مل دی.
یو دلیل دا دی چې په ډېری سپورټي برنامو او جسماني چمتووالي کې د دوی پیاوړتیا ته کومه پاملرنه نه کېږي چې له همدې امله عموما سم فیزیکي وضعیت نه لري. همدارنګه ډېری کسان، د بدن ناسم وضعیت او په تکراري ډول د ځینو حرکاتو ترسره کولو له امله، د اوږو، غاړې او د ملا پورته مفصلونو ترمنځ مناسبه همغږي شتون نه لري. دا وضعیت د روتاتورکاف عضلاتو او د تاندونونو د سولېدو او اصطکاک لامل ګرځي.
بل دلیل شونې ده دا وي چې د اوږې هغه زیانونه چې یوازې په استراحت او درملو سره ښه کېږي، اوږې په ښه توګه وړتیا نه ده پېدا کړې او ترڅو چې د اطلاحي تمرینونو او عمقي ماساژونو له لاري مناسب فیزیکي وضعیت ته ونه رسېږي همدارنګه به د بېرته زیان لامل وګرځي. او بل دا چې په ۴۰ کلنۍ وروسته، د روتاتورکاف په عضلو کې د وینې جریان کمېږي.
دا ناروغي ځیني نښې او علایم لري. د اوږې په مفصل او شاوخا کې یې درد او د اوږې حرکت په وخت کې د درد رامنځته کېدل، د دې اختلالاتو یو اصلي لامل دی. که ستونزه د یوه زیان له امله وي، درد په ناڅاپي توګه پیدا کېږي.له مټ څخه د کار اخیستو په وخت کې له اوږې پورته فعالیتونو ترسره کولو لپاره، درد بدتره کېږي. دا یانې د مټ پورته کولو په وخت کې د انسان په وړتیا کې درد د مثال په توګه، د جامو اغوستلو او یا وېښتانو ګمنځولو لپاره اغېزه کوي. لامبو کول، بسکټبال او انځورګري، د درد لامل ګرځي خو لیکل او یا ټایپ کول یوازې ډېر کم د ځورېدو لامل ګرځي. همدارنګه، د شپې له خوا درد ډېرېږي او شخص خوب خرابوي. ځيني وختونه انسان په اوږې یا مټ کې د کمزورتیا احساس کوي او شونې ده د هغه د اوږې حرکت کم شي. ځیني خلک اوږې ته د حرکت ورکولو په وخت کې احساس کوي د دوی په اوږې کې کوم شی تق تق کوي او یا بند شوی دی.
متخصص ډاکتر د دې لپاره چې تشخیص ورکړي چې د شخی روتاتورکاف څېرې یا تندینیټ شوی، پر اوږې یې د بې حسۍ پیچکاري کوي. که انسان تندینوپاتي شوی وي، د بې حسۍ درمل درد کموي او معمولا د عضلې ځواک خپل طبیعي حد ته رسېږي. خو که روتاتورکاف څېرې شوی وي، بې حسي درد کموي، خو د عضلې فعالیت نه ښه کېږي.
د تاندونیت یا د تاندون ستونزې لپاره شته درملنې، کششي او کنټرولي تمرینونه او هم د پړسوب ضد درملو څخه کارونه، الکټرونیکي درملنه، ماساژ او د سوړ یا ګرم کمرس دي. په وروستیو کلونو کې په لیزر سره د تاندون پړسوب درملنه هم د تاندونیت ستونزې درملنې لپاره د یوه ټکنیک په توګه کارول کېده. د بیوفیدبک درملنې په تګلاره کې چې د اوږې تاندون څېریوالي او پړسوب او درد کمښت لپاره ډېر ګټور دی چې ناروغ ته سپارښتنه کوي چې څه ډول د بیوبیدبک له تګلارو او د مغزي څپو له شکلونو څخه په ګټه اخیستنې، د خپل بدن درد له منځه یوسي.
ژباړه: زماني