Jan 27, 2024 11:35 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب سلام ا...علیها د رحلت ورځ

د تهران د پښتو خپرونې او انترنیتی سایت خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د یوې لمسئ او د کربلا د حماسي پاڅون د پیغام بیرغوالې حضرت زینب الکبری سلام ا... علیها د رحلت په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

          خوږو دوستانو د رجب دمبارکې میاشتې پنځلمسه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د یوې لمسئ او د کربلا د حماسي پاڅون د پیغام بیرغوالې حضرت زینب الکبری سلام ا... علیها د تلین ورځ ده . داسې بزرګواره بی بی  چې د کوفې ښځې په صفونو کې د هغې د لیدو په انتظار کې کیښناستلې څو  دهغه د  تفسیر په درس کې څه زده کړي  او  د هغې پاکې او شجاع بی بی د خبرو په فصاحت اوا بلاغت څخه د  یوې مسلمانې میرمنې  له مسئولیّته خبرې شي. حضرت زینب کبری(س)د کربلاپه واقعې کې په  خپل صبر او زغم سره  او پخپل لوړ معرفت  سره د   اهل نفاق  د بې وجدانه روحونه ژوندي کړل  او د حسینی پاڅون د پيغام رسونکي شوه څو د محمدي شریعت  او تاریخ بیرته ورغوي.ددغې پاکې بی بی مقدس حرم د سورئې په د مشقیه کې دی او اوس  له یو زر څلور سوه کلونو وروسته داسې له لکونو پيروکار  لري چې د افغانستان ،پاکستان ،عراق ،لبنان او د ایران د اسلامی جمهوریت په څير  له هیوادونو څخه سورئې ته د حضرت زینب سلام ا... علیها له حرمه ددفاع په عشق کې  ورغلي، او د مدافعان حرم  په عنوان سره ئې  ددغه سپيڅلی حرم   دفاع کړې ده . دوي د دخپل ژوند په قربانولو سره  ددغې لارې شهیدان شوي څو د اسلام اقتدار تر پوښتنې لاندې ورنشي او  حضرت زینب بیا د ظالمانو او غلیمانو په زندان کې اسیره نشي.

نو یو ځل بیا د حضرت زینب سلام ا... علیها د وفات د کلیزې په ماسبت درته تسلیّت وایوو.

 دوستانو تراوسه پورې د حضرت زینب الکبری (س) د ژوند په باب چې     په عقیله بنی هاشم  مشهوره ده ،ډیری کتابونه  خپره شوي دي چې هر یو ئې د حضرت زینب بی بی (س)  د  ژوند یوه منظره وړاند کړې ده . هغه د خدای د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) لمسئ،د حضرت امام علی علیه السلام او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها لور ده او د ډیرو کمالاتو او صفتونو څښته.معمولا ددغې بزرګوارې  او تاریخ جوړونکې بی بی ژوند د کربلا او شام  د مصیبت پنځونکو صحنو سره خلاصه شوی دی .  په دې مینځو میان کې  د حضرت زینب کبرا(س)  شخصیّت  او عظمت ته د یوه مسیحي لیکوال د ارادت او عظمت ځلا  نومې کیسه د هر یوه ځوان عقیده لرونکي  او مینه وال  لپاره د لوستلو وړ ده .؛ زینب فریاد  فرمند؛ د هغه مسیحي  څيړاند او لیکوال  او ژورنالیسټ آنتوان بارا د یوه اثر ترجمه ده  چې  د هغه  د ؛ زینب صرخة أکملت مسیرة؛ (یعنی زینب  د لارې بشپړونکي ؛)په نامې سره  عربی متن  په عربي ادبیاتو کې یو ویاړمن او منثور  اثر حسابیږي.

Image Caption

 

؛آنتوان بارا؛  د تشیّع مکتب  د الهي  عشق ترټولو لوړه  درجه معرفي کوي او په هغو جامعو څيړنو سره چې  د پیغمبر اکرم(ص) د اهل بیت علیهم  السلام  په بابئې کړي دي،حضرت امام حسین علیه السلام  ئې ،نه یوازې له شیعیانو یا مسلمانانو سره ،بلکې  له درستو نړیوالو سره اړونده بللی او  هغه  ئې په ؛ حسین د دینونو ملغلره؛ په عبارت سره معرفي کړی دی.

هغه چې  زینب فریاد فرمند نومې کتاب د لیکلو لپاره  تر لسو کلونو پورې تحقیق او مطالعه  کؤې،ددې پوښتنې په ځواب کې چې د کتاب لیکلو ولې دومره  وخت واخست؟  ځواب ورکوي؛ باید ووایم له لسو کلونو هم په زیات وخت کې مې  دغه کتاب لیکلئ، خو هر ځل  چې سرچینو ته رجوع کوم ، لا نوي   معنې ترلاسه کوم  او بیرته ئې لیکم ::::

   آنتوان بارا د  حضرت امام حسین علیه السلام په غورځنګ کې د  حضرت زینب د رول په باب په یوې مرکې کې وائي؛زه باؤري یم که د اسلام دین د حضرت محمد(ص)په وسیله رامینځةشوی او د حضرت امام حسین (ع)په زیار او قیام سره ئې دوام  وموند، نو دعاشورا غورځنګ  هم په  امام حسین (ع) سره رامینځةشو او له حضرت زینب سره ئې دوام وکړ. امام حسین (ع) د عاشورا په غورځنګ او قیام کې له ځان سره نور کسان هم ملګري کولی شول ،خو حضرت زینب (س) ئې  له ځان سره ملګرې  کړه،ځکه  هغه په دغې بی بی کې  هغه وړتیاوې  مشاهده کړې وې.

د یزید په دربار  کې او د په  دارالاماره  او  ابن زیاد  دربار کې  دا حضرت زینب وه چې د   وجد  او اشتیاق  د اور لمبې ئې هماغه شان  پورته کیدونکی وساتلې. دغه غورځنګ  دددې لپاره دوام  وموند ،ځکه چې یزید غوښتل  چې  ټول نرینه آولادونه  (نَر غړینده)  له مینځه یوسي ،نو  په همدې دلیل ئې د حضرت زینب(س) لپاره څه فکر نه ؤ کړی، حضرت زینب بی بی (س)  له دغه فرصته استفاده وکړه او  د کربلا د قیام پیغام رسؤنکې شوه.:::

 د حضرت زینب (س) دغه مشهوره جمله چې فرمائيلي ئې دي ؛ مارایّتَ اِلا جمیله؛ ما په کربلا کې له ښکلا پرته بل هیڅ ونه لیدل؛؛ددغه مسیحي  لیکوال لپاره دومره جالبه ده چې په همدې نامې سره ئې د خپل کتاب یو سپرَکی مخصوص کړ او لیکلي ئې دي؛ څرنګه ممکنه ده چې  یو انسان دا ټول مصیبتونه د ښکلا بیلګه وګڼي ؟ په هغه وخت ډیرو ددغې جملې معنا درک نه کړه،خو  دهغې جملې معنا  په تاریخ کې ځلا مومي .::

 د آنتوان بارا په کتاب کې ، حضرت زینب (س)یوازې د کربلا په واقعې کې حماسه پنځونکي  نه  ده ،بلکې  هغه بزرګواره بی بی په درست ژوند کې حماسه پنځونکې وه او په کربلا کې د حضرت زینب بی بی سلام ا...علیها  کړاؤنه  دهغو ټولو کړاؤنو او غمونو ټولګه ده چې هغې بزرګوارې په ژوند کې زغملي دي .آنتوان بارا وائي؛ پیغمبر د هغه مهال ترټولو فصیح انسان  ؤ .د هغه دغه ځانګړنه    دهغه بچیانو ته هم منتقله شوه او دوي هم د خپل نیکۀ په شان  په فصاحت او بلاغت کې د ټولو سرخیل شول .له غمونو او کړاؤنو سره د  حضرت زینب بلدتیا او زغمل  ددې لپاره وو چې  د کربلا په غورځنګ کې  دخپل مهم او مشکل رول لوبولو لپاره   چمتووالی ولري.  په هغې زمانې کې  هیچا د عاشورا د واقعې د پیغامونو د رسولو لپاره د دغې بزرګوارې بی بی ترحده وړتیاوې نه درلودې.  ځکه چې  هغه  دنهج البلاغې  د پنځونکي په کور کې  زیږیدلې ده ،پوهه او حکمت ئې   دحضرت امیر المومنین  امام علی علیه السلام په محضر کې زده کړی ، په آسماني الهام  او بې مخینې بصیرت سره په قرآن کریم کې تدّبر وموند او د دلیل اوبرهان په رودو سره ئې پوهه  درلوده او  د اسلام د آئيډیالونو  ددفاع منصب  دترلاسه کولو وړتیا خپله کړه .:

               دغه مسیحي لیکوال د خپل کتاب په یوې برخې کې حضرت زینب (س) د حضرت مریم(س)ترڅنګ مطرح کړې،دغه دواړه ئې د ګډوځانګړتیاؤ درلودونکي بللي اود دوي د شباهتونو په بیانولو سره ئې لیکلي دي؛دغه دواړه  قدرمنې  سیّدانې له یوې بلې سره په ډيرو نعمتونو او غمونو کې یو شان والی درلود،او دا یو الهی حکمت دی چې خپلو والیانو ته  دا ځانګړنې ډالۍ کوي.زینب ته   د؛ مصیبتونو  مور ؛ لقب ورکړل شوی او مریم ته هم د ؛ د کړاؤنو مور؛ لقب ورکړل شوی دی. د خپل  نیکۀ ددین  په لاره کې دسرښیندنې لپاره د عاشورا د تل پاتې حماسې په صحنې کې د خپل ورور ترڅنګ د زینب شتون،د کړاؤنو  او مبارزې او د هغو په بریاؤ کې د هغې بزرګوارې د ګډون په  معنا دی. په خطرناکو موقعیّتونو کې  د هغې میړني دریځونه  او له  مرګه نه ویریدل، همداراز  د زړه دردونکو او ډيرو درندو مصیبتونو او سپکاویو زغمل ،  هغه  بی بی د خپل ورور په میړنتوب کې او د تاریخ په ولولناکې ځلا کې  شریکوي. مریم هم چې د خداوندمتعال په غوښته د عیسی دزیږدولو لپاره غوره شوې، په ډير کړاؤ او زحمتونو او پټيدو سره ئې هغه زیږولی.شیدې  ئې ورکړي ، وې ساتلو او تربیت ئې کړ او د هغه د رسالت په پړاؤ کې پخپلې  ارادې او کلک هوډ سره د هغه ترڅنګ ودریده  او  د خپل ورور د  وهلو ټکوَلو او شکنجه کیدا او په دار د هغه د ځړیدا شاهده وه، دعیسی په شان تل باتې ده :::

Image Caption

 

 آنتوان بارا په دوام کې لیکي؛دغو دواړو پاکو صدیقه بیبیانو،له خداوندمتعال پرته بله هیڅ شي ته توجه  نه درلوده. هغه څه چې عقیله (زینب) ئې له هغه سره  اړونده او  ورپورې ئې زړه تړلی ؤ، مریم عذرا هم یوازې  له هغه سره اوندوالی درلود.د زینب(س)ژوند له خدای تعالی سره په مطلق او بشپړډول خشوع سره یو ځاي ؤ،د هغې د مور زهرا(س) له وفات وروسته،هیڅ  پرَدي کس  هغه ونه لیدله ډیره کمه به له کوره بهر وتله ،د ورځې مهال به د خپلې کورنۍ په خدمت کې وه او  شپې مهال به ئې  له پروردګار سره تر سهار پورې  راز او نیاز کاوۀ.

عقیله بی بی د پرهیزګارۍ او تقوا، په کامل یقین ، اخلاق او  په نبوي اخلاقو د پوښل کیدا په سبب ،د چارو په انجام او راتلونکي خبره وه او له هغه مهاله چې پروردګار   د امام حسین (ع) په پاڅون کې د ګډون دنده  هغې ته وسپارله، نو په دوامدار ډول ئې امر باالمعروف او نهي از منکرپه اجرا   کې په ژبې او عمل سره هڅه کوله  او ټوله پایلې به ئې منلې . هماغه شان چې زینب مطهر دپروردګار د تقدیر او درګاه په وړاندې سرټيتوۀ، مریم پاک هم همدغه شان وه ؛ هغې پخپلې ارادې او غوښتې  دخداي تعالی  ارادې او غوښتې ته ترجیح ورکړ او نذر ئې  وکړ چې دخداوند  وینځه شي.:::

 

 

               آنتوان بارا  الهي والیان د خدای نښې نښانې نعرفي کوي او لیکي؛:ددغو پاکو او غوره   شوو روح او ژوند له سختو مصیبتونو سره د مخامخیدا لباره د دوي له بدنونو مخکې تیار شوي څو د ځان لپاره  د خداوند د مهربانۍ نښه او د نورو لپاره یادونه او نیک عبرت شي او وتوانیږي،له هغو تورونو او دورغو سره چې د حقیقت په پوښښ سره رابرسیره شوي او د ناپوهو د ګمراهۍ سبب دي ، مقابله وکړي.

د والیانو او اولیاؤ  دغه ځانګړنه له خداوندمتعال سره ښائي، هماغه شان  چې   د رسالت  ددرندۀپيټي پر اوږدو د اوچتولو  لپاره تیار شوي او د خداي لاس دوي د انساني ټولنو د حرکت په لاره کې واقع شوي  څو  له تاریخه پړاؤنه ددوی په لاس پاي ته ورسیږي  او نور پړاؤنه پیل شي . خداوندمتعال  د وي ته ډير پراخ نظر  او  روښانه  تفکر ډالۍ کړی څو د لیدتوګو په سمولو،له سرزورو او فتنه ګرو سره په منطقي مبارزې کې او له خیر غواړو سره په مرستې کې بریالي وي.....

 او په دې مینځومیان کې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) ګرانه لمسئ او شهیدو  میرمنو سرداره زینب(س)،د انسانیّت په لاره کې مشال روښانه کړ چې له څوارلس پیړیو تیریدا وروسته  هماغه شان ځلیږي او رڼا خپروي:::

                     خوږو دوستانو ددغه ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن  او پتمن خداي سپارو،سرلوړي اوبریالي ووسئ .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه