-
د امریکا جوبایډن د کرونا ویروس د کنټرولولو هڅه کوي
Nov 08, 2020 06:50فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د خپل بریالیتوب له اعلانولو وروسته په لومړۍ وینا کښې د کورونا ساري ناروغۍ کنټرول خپل کاري لومړیتوب وباله .
-
د ټرمپ پلویان سره د وسلو سړکونو ته راووتل
Nov 08, 2020 01:55د جارجیا او اریزونا له سړکونو خپاره شوي فلمونه ښودنه کوي چې د ډونلډ ټرمپ پلویان وسله په لاس سړکونو ته راوتلي دي او د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په بریا باندې اعتراض کوي.
-
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ شخړه :-
Nov 07, 2020 12:07د وخت په تیریدا سره سوکه سوکه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د اچولو او د رایو د شمیرلو په سیسټم کښې د درغلۍ ، لاسوهنې او د یا غلطۍ نښې نښانې ښکاره کیږي .
-
د امریکا د روان میلادي کال د انتخاباتو په هکله د حقوقي دعوای پیلیدل :-
Nov 05, 2020 11:19هماغه ډول چې تمه یې کیدله د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ انتخابات په حقوقي دعوای سره پاې ته ورسیدل .
-
د امریکا په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا غیرقانوني ده
Nov 05, 2020 10:46سپوتنیک خبري اژانس وايي د نیویارک ښاروال د رایو په شمیرلو کښې د درغلۍ او د انتخاباتو د نتیجې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا غیرقانوني وبلله .
-
د امریکا راتلونکی حکومت د ایران ملت ته تسلیمیږي
Nov 05, 2020 10:25زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه د ایران لپاره اهمیت نلري وویل بې شکه د امریکا راتلونکی حکومت به د ایران د ملت په وړاندې تسلیم شي .
-
د امریکا د ولسمشر ملاتړو مظاهره وکړه
Nov 05, 2020 09:53این بي سي ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویانو د پوسټ له لارې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو د کار د بندولو لپاره په اریزونا او میشیګان ایالتونو کښې د رایو د شمیرلو د مرکز مخ ته غونډه وکړه او هڅه یې وکړه په زور سره دغه مرکز نه ورننوځي .
-
د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپله ماتي ونه مني
Nov 05, 2020 07:22ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو او امریکا کښې د فرانسې پخواني سفیر ژرارډ اروډ( Gérard Araud) د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن په بریالیتوب د ډاډ په څرګندولو سره ټينګار وکړ اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په انتخاباتو کښې خپله ماتي ونه مني .
-
د نیویارک خلکو د ټرامپ پرضد مظاهرې وکړې
Nov 05, 2020 06:58زمونږ خبریال وايي د نیویارک خلکو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سلامتیا په هکله د ولسمشر ټرمپ په شکونو رامینځته کولو باندې د اعتراض لپاره مظاهرې وکړې .
-
له خپلې کاميابۍ مطمئن يم
Nov 05, 2020 03:58د ډېموکرېټ ګوند نامزد جوبائيډن بېګا وويل، د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له خپلې کاميابۍ مطمئن دے.