د امریکا راتلونکی حکومت د ایران ملت ته تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94001-د_امریکا_راتلونکی_حکومت_د_ایران_ملت_ته_تسلیمیږي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه د ایران لپاره اهمیت نلري وویل بې شکه د امریکا راتلونکی حکومت به د ایران د ملت په وړاندې تسلیم شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 13:55 Asia/Kabul
  • د امریکا راتلونکی حکومت د ایران ملت ته تسلیمیږي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه د ایران لپاره اهمیت نلري وویل بې شکه د امریکا راتلونکی حکومت به د ایران د ملت په وړاندې تسلیم شي .

هغه نن له فارس خلیج څخه د ایران صحرايي سیمو ته د اوبو د انتقال د پروزې د لومړي پړاو د پرانیستلو په مراسمو کښې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل امریکا له دې پرته بله لاره نلري چې د قانون ، د مقرراتو ، د عمومي افکارو د دباو او د ایران د ستر ملت د مقاومت او د صبر په وړاندې تسلیم شي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل  دا خبره مهمه نه ده چې د امریکا حکومت د کوم ګوند یا سړي په لاس کښې وي ډاګینه کړه په تیرو اتو (۸) میاشتو کښې د ایران خلکو هم کرونا ویروس وزغمه او هم یې د امریکا له بایکاټونو او سختیانو سره مقابله وکړه  او ملت وتوانید د دغو ټولو دباونو په وړاندې مقاومت وکړي .

هغه د ایران د ملت د بریالیتوبونو مهمه نښه او دلیل په هیواد کښې د ملي پروژو پرانیستل وبلل او ویې ویل د ایران ملت دریږي نه  او د دباونو په وړاندې په ګونډو نه کیږي او په ملا ټیټیږي نه .