د ټرمپ پلویان سره د وسلو سړکونو ته راووتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94049-د_ټرمپ_پلویان_سره_د_وسلو_سړکونو_ته_راووتل
د جارجیا او اریزونا له سړکونو خپاره شوي فلمونه ښودنه کوي چې د ډونلډ ټرمپ پلویان وسله په لاس سړکونو ته راوتلي دي او د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په بریا باندې اعتراض کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 08, 2020 05:25 Asia/Kabul
  • د ټرمپ پلویان سره د وسلو سړکونو ته راووتل

د جارجیا او اریزونا له سړکونو خپاره شوي فلمونه ښودنه کوي چې د ډونلډ ټرمپ پلویان وسله په لاس سړکونو ته راوتلي دي او د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په بریا باندې اعتراض کوي.

د جارجیا او اریزونا له سړکونو خپاره شوي فلمونه ښودنه کوي چې د ډونلډ ټرمپ پلویان وسله په لاس سړکونو ته راوتلي دي او د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په بریا باندې اعتراض کوي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړې چې د امریکايي رسنیو له خوا د دغه هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن د کامیابۍ اعلان او هم داشان د بري په هکله خپله د بایډن خبرپاڼه د امریکې د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلویانو د قهر او غصې سبب شوې ده.

بیګا ماښام د سي، این، این، فاکس نیوز، سي، بي، ایس، ایسوشیټډ پریس او نیویارک ټایمز په شمول امریکايي رسنیو په دې خبرې سره چې بایډن ۲۹۰ الیکټرال راې ګټلې دي، هغه د متحده ایالاتو د ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکې اعلان کړ.

خو ورپسې ډونلډ ټرمپ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټولټاکنو کښې د خپل ډیموکراټ سیال د بري په نه منلو سره مدعي شو چې هغه په هیڅ کوم ایالت کښې انتخابات نه دي ګټلې او فاینل اعلان کیدو ته لا ډیر وخت پاتې دی.