د امریکا جوبایډن د کرونا ویروس د کنټرولولو هڅه کوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د خپل بریالیتوب له اعلانولو وروسته په لومړۍ وینا کښې د کورونا ساري ناروغۍ کنټرول خپل کاري لومړیتوب وباله .
هغه نن سهار وختي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب له اعلانولو وروسته په ډلاور (Delaware ) ایالت کښې په ولمینګټن ښار کښې په خپلې لومړۍ وینا کښې وویل د ولسمشر په توګه زما فعالیت د کورونا ویروس په کنټرولولو سره پیلیږي او زه ځینې سائینس پوهان او مشهور کارپوهان د انتقالي سلاکارانو په توګه معرفي کوم .
امریکا حاضردمه په نړۍ کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو او وژل شویو کسانو له پلوه په لومړي لمبر کښې ده .
د امریکا په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند بریالي شوي کاندید جوبایډن له ټول ټاکنو وروسته د امریکا په خلکو کښې د داخلي اختلافاتو په هکله وویل زه به داسې ولسمشر وم چې نه غواړم تفرقه واچوم بلکي خلک به متحد کړم او زیاته یې کړه زه به داسې کس وم چې ایالتونه شنه او سره نه وینم بلکې هغه متحده ایالات وګڼم .
جوبایډن په دې خبرې سره چې اوس د امریکا د احیا کیدا وخت رارسیدلی دی ټینګار وکړ د دې لپاره چې پرمختګ وکړو باید د خپلو سیالانو دښمن ګڼل پاې ته ورسوو .