-
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په پټه متحده عربي اماراتو ته تللی و
May 14, 2026 06:20زمونږ خبریال وايي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي له ایران سره د جګړې پر مهال یې په پټه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي.
-
متحده عربي اماراتو، ابوظهبۍ ته د اسرائیلو د لومړي وزیر سفر دروغ وباله
May 14, 2026 05:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی متحده عربي اماراتو ،ابوظهبۍ ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر یا په خپله خاوره کښې د دغه رژیم د هر ډول پوځي پلاوي د منلو په اړه خپاره شوي راپورونه دروغ وبلل.
-
حماس غورځنګ په خپلو ژمنو عمل کړی او مشکل د اسرائیلو نیواکګرۍ ده
May 14, 2026 04:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «باسم نعیم» له «العربي» ټيلي ويژن سره په مرکه کښې په غزې کښې د تش په نامه د سولې د شورا د مشر «نیکولای ملادینوف» د څرګندونو په غندلو او ورباندې د خواشینۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ حماس غورځنګ خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي او مشکل د اسرائیلو رژيم نیواکګرۍ ده.
-
لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
May 13, 2026 15:15پارس ټوډې – یوې لبناني رسنۍ د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دروغو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه هېواد په سیمهییز ځواک بدل شوی او د نړۍ د ځواک انډول یې هم بدل کړی دی.
-
د لاکهید مارتین شرکت او پولیتیکو په ګډې غونډې کې د ایران پر ضد په جنګ سخت اعتراض وشو
May 13, 2026 13:48په دغې غونډې کې شعارونه پورته شول، لکه ؛ «تاسو څنګه جرائت کوئ چې زمونږ د خلکو وژنه یوه طلایي موقع وبولئ؟ او په دې سره ئې د غونډې فضا ترینګلې کړه. دوی د لاکهید مارتین شرکت هغه کړنې هم سختې وغندلې چې پوځي وسلې برابروي.
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي اشغالګرو توره ورځ / د صهیونیسټانو پر مورچلو د حزبالله ۲۳ عملیات
May 13, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزانو د ۲۳ بېسارو عملیاتو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم د پوځ لپاره توره ورځ رامنځته کړه.
-
د ا مریکا او چین د ولسمشرانو ناسته، د جنوبي آسیا د سټراټیژیک انډول لپاره برخلیک ټاکونکې امتحان
May 13, 2026 12:54په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره وګوري، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم د جنګ د اغېزو او د Strait of Hormuz د نوي انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د انډول د ساتلو هڅه کوي.
-
د فلسطین بیرغ د بارسا د ستوري په لاس کې
May 13, 2026 12:28پارس ټوډې – د بارسا ستوري «لامین یامال» د دې لوبډلې د اتلولۍ د جشن پر مهال، د فلسطین بیرغ د دې مظلوم ولس د ملاتړ په نښه پورته کړ او د دې جشن په تر ټولو جنجالي انځورونو بدل شو.
-
ترمپ دې خپله غوسه پر اسرائيلي چارواکو سړه کړي چې دروغ ئې وئیلي
May 12, 2026 05:34د امریکا د ترهه ګرئ ضده ادارې مستعفی شوي مشر جوکنټ په ټولینز چینل کې لیکلي دي،ټرمپ ځکه ناهیلی دی چې اسرائیلیانو هغه ته دا خیالي خوب ورپلورلی و چې که کُردان او نور په بهر کې میشت ایراني مخالفان وسلهوال شي، نو د ایران حکومت به ژر نسکور شي او چټکه بریا به ترلاسه شي.
-
د ایران د ایټمي تاسیساتو د تباه کولو لپاره د امریکا غوښتنه له NPT سره په ټکر کې ده
May 12, 2026 05:13پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو اورګانونو لپاره د روسیې دایمي استازي وویل چې د ایران د ایټمي تاسیساتو د ویجاړولو لپاره د امریکا غوښتنه د ایټمي وسلو د نه خورېدو له تړون (NPT) سره په تضاد کې ده