امریکا له افغانستان سره د  درستو تړونونو خلاف ورزي کونکي ده 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102634-امریکا_له_افغانستان_سره_د_درستو_تړونونو_خلاف_ورزي_کونکي_ده
امریکا په افغانستان کې  ماته خوړلې او په تیرو دوو لسیزو کې ئې   له ناکراریو ،جنګ،کډوالۍ ، کنډوالو ،بدبختیو ، او دنشه ایزو توکو له تولید او دقاچاق له زیاتیدا پرته بله هیح ګټه نه ده درلودلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 03:06 Asia/Kabul
  • امریکا له افغانستان سره د  درستو تړونونو خلاف ورزي کونکي ده 

امریکا په افغانستان کې  ماته خوړلې او په تیرو دوو لسیزو کې ئې   له ناکراریو ،جنګ،کډوالۍ ، کنډوالو ،بدبختیو ، او دنشه ایزو توکو له تولید او دقاچاق له زیاتیدا پرته بله هیح ګټه نه ده درلودلې .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی،  د افغانستان په ولسی جرګې کې د هرات دخلکو  استازي حمید ا... حنیف   له دغه هیواده د امریکائي پوځيانو  وتلو ته په اشارې سره  وئيلي دي ، دغه پوځیان  له تیرو دوو لسیزو وروسته په داسې حال کې  په لالهاندۍ سره  له هیواده وځي ، چې   امریکا  له افغانستان سره  د کړو  درستو تړونونو  خلاف ورزي کړې ده .

حنیف  زیاته کړې ده ، امریکا په افغانستان کې  ماته خوړلې او په تیرو دوو لسیزو کې ئې   له ناکراریو ،جنګ،کډوالۍ ، کنډوالو ،بدبختیو ، او دنشه ایزو توکو له تولید او دقاچاق له زیاتیدا پرته بله هیح ګټه نه ده درلودلې .

 د افغانستان  ددایکنډي  د خلکو استازي علی اکبر جمشیدي هم  وئیلی دي ، امریکا د ډيموکراسۍ او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شعار سره  افغانستان ته راغلی  او اوس د امریکا غیر مسئولانه وتل ،  ددغه هیواد د  ډيرې بې شرمې ماتې په معنا  دي .