د طالبانو په لاس د ایبک ښار د سقوط خبر تایید شو
-
فایل فوټو
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې له بمي چاودنې سره هم مهاله د طالبانو لاس ته د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د لویدو خبر هم تایید شو.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې له بمي چاودنې سره هم مهاله د طالبانو لاس ته د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د لویدو خبر هم تایید شو.
پرون مازیګر د افغانستان د شمال په مزار شریف ښار کښې یو بم وچاودیده چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې تنه نور زخمي شول.
په عین حال کښې د بلخ د ولایتي شورا مرستیال عبدا... مسرور وویل چې طالب وسله والو د مزار شریف ښار په لور پرمختګ کړی دی او د ښار په کمربندونو کښې یې له افغان پوځیانو سره نښتې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې طالبان لا مزار شریف ښار ته په ننوتلو کښې نه دي کامیاب شوې.
هم داشان د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري د طالبانو په لاس د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار د سقوط خبر تایید کړ او ویې ویل: ایبک ښار د افغان پوځیانو په شاتګ سره، بې له نښتې د طالبانو لاس ته ورغی.
د افغانستان دفاع وزارت هم وویل چې د افغانستان ځواکونو د هوايي ځواک په مرستې سره په قندهار ولایت کښې شپاړس تنه طالب وسله وال وژلي دي.
د افغانستان د مختلفو سیمو د نیولو په موخه له حکومتي ځواکونو سره د طالبانو جګړه روانه ده او دواړه لوري د نښتو د وضعیت په هکله ضد و نقیض خبرپاڼې خپروي.