د افغانستان او پاکستان ترمینځ تاجرانوته آسانتیاوې برابریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104892-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمینځ_تاجرانوته_آسانتیاوې_برابریږي
ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډى خوني لخوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندى هم ټېنګار وشو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 29, 2021 07:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمینځ تاجرانوته آسانتیاوې برابریږي

ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډى خوني لخوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندى هم ټېنګار وشو.

 زمونږخبریال  راپور راکړ ، د افغانستان د سوداګرئ او پانګونې د  کوټې  مشرتابه او د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې مشرتابه په کابل کې د پاکستان له  سفير منصور احمد خان سره وکتل.

دوي  نن  په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي د ي،په دغې ناستې کې د ملګرتیاؤ په پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمینځ په اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړېکو  بحث شوی.

په بیان کې راغلي، په یاده غونډه کې په افغانستان کې د نوي نظام  راتګ د دوه اړخيز  اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو.

ددې ترڅنګ ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډى خوني لخوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندى هم ټېنګار وشو.

سربيره پردې تخنيکي ستونزې لکه په تورخم او سپين بولدک کې د خالي کنټينرونو د درولو ستونزه، ټعرفوي خنډونه، د بانکونو ستونزې اوداسى نورو مسایلو باندې هم خبرې شوي او پاکستاني لورې ژمنه کړې چې سوداګرو ته به اسانتیا برابروي.