د افغانستان په خوست کې پنځه داعشیان ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106692-د_افغانستان_په_خوست_کې_پنځه_داعشیان_ونیول_شول
 ددغو پنځو داعشيانو نیول کیدل په داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ  په خوست ولایت کې د  یوې مذهبی مدرسې  یو استاذ له چاودنې سره مخ شو او پنځلس زده کونکي پکې مړه او ټپیان شوي ، او ددغې ترهه ګرې چاودنې پړه هم داعشی  وحشیانو په غاړه  اخستې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2021 09:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان په خوست کې پنځه داعشیان ونیول شول

 ددغو پنځو داعشيانو نیول کیدل په داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ  په خوست ولایت کې د  یوې مذهبی مدرسې  یو استاذ له چاودنې سره مخ شو او پنځلس زده کونکي پکې مړه او ټپیان شوي ، او ددغې ترهه ګرې چاودنې پړه هم داعشی  وحشیانو په غاړه  اخستې ده .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان په خوست ولایت کې دطالبانو والي مولوي محمد نبی عمري  نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغو پنځو داعشیانو  چې نیّت ئې درلود، په دغه ولایت کې د ترهه ګرو حملو پلانونه  او اجرائي کارونه ترسره کړي ، د طالبانو په عملیاتو کې نیول شوي دي .

 ددغو پنځو داعشيانو نیول کیدل په داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ  په خوست ولایت کې د  یوې مذهبی مدرسې  یو استاذ له چاودنې سره مخ شو او پنځلس زده کونکي پکې مړه او ټپیان شوي ، او ددغې ترهه ګرې چاودنې پړه هم داعشی  وحشیانو په غاړه  اخستې ده .

 په افغانستان کې  د طالبانو ډلې  واک ته په رسیدا سره  په کابل ، ننګرهار ، کنړ ، خوست او کندوز ولایتونو کې داعشی تکفیریانو یو شمیر چاودنې او حملې کړي  چې وروستۍ ئې په کندوز ولایت کې دخداي په کور کې د پروردګار په درګاه کې د سربسجود سلګونو لمونځ ګزارو وینه وبهوله . طالبان  هم وائي  چې د داعشي جنایتکارو په ضد ئې په درست افغانستان کې  ځپونکي او  نیونکي  عملیات پیل کړي دي .