د افغانستان خلکو د بشري مرستو په هکله خوښي څرګنده کړي ده نور تفصیل نعمت الله افغان راکړی
زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحاديې مشرې اغلې ارسولا ونډېر لین پرون د جي ۲۰ ډلې د هیوادونو په فوق العاده غونډې کې له افغانستان سره د یو میلیارد یورو بشري مرستو اعلان وکړ .
نوموړې ویلي چې بشري مرستې د لوږې او بشري ناورینونو د مخنیوي لپاره کفایت نه کوي خو اروپايي اتحادیه به ډېر ژر د دې خطر د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
ویل کيږي چې د اروپايي اتحاديې په دغه نوي اعلان شوې مرسته کې هغه (۳۰۰) میلیونه یورو هم شاملې دي چې پخوا یې له افغانانو او ګاونډيو هیوادونو سره ژمنه کړې وه.
په دې اړه ډیری افغانان خوښ دي او وایي چې د داسې مرستو په کولو سره رورو دافغانستان اقتصادي حالت د بدلون شونتیا لیدل کیږي.
د غزني ولایت یو()اوسیدونکی محمد جلال تهران راډیو سره په مرکې کې وایي که چیرته بهرني هیوادونه له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي افغانستان له اوسني ستونزمن اقتصادي حالته وځي .
د راپورونو په اساس ویل کیږي دغه مالي مرستې به له هغه نړیوالو سازمانونو سره وشي چې په افغانستان کې دمګړۍ فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼ شمېر نورو لویدیځو هېوادونو استازو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په ناسته کې ژمنه کړې، چې په مشروط ډول به افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي .
له بلې خوا په تازه څرګندنو کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو حالت ته وګرځي او د ګډوډۍ ښکار شي.
ښاغليعمران خان له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر افغانستان خپل بنديزونه کم کړي او له طالبانو سره ښه تعامل وکړي.