د پانګونې د جذبولولپاره د طالبانو په وړاندې چیلنجونه
د پانګونې د جذبولو له لارې د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو دحل لپاره د طالبانو د ډيرو زیاتو چیلنجونو ترڅنګ ، په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې فعالیت هم دی چې په همداوروستیوکې ئې په دغه هیواد کې خپلو ځيږو او ترهه ګرو اقداماتو ته زور ورکړی دی .
په افغانستان کې د طالبانو ډلې یو غوره او لوي چیلنج ددغه هیواد داقتصادي مشکلاتو دحل لپاره دپانګونې جذبول دي . مختلفو هیوادونو ته د طالب مشرانو سفرونه ، ښئ چې تر دې دمه دغه ډله دسیمه ایزو مرستو په جلبولو کې څه خاص بریالۍ شوې نه ده .
د بهرنیو پانګونو دجذبولو لپاره یوه تر تولو مهمه ستونزه ، د نړیوالو ټولنو له خوا په رسمیّت نه پيژندنه ده . د نړیوالو حقوقو له نظره ، هر هغه سیاسی لوری ،چې مشروعیت او رواوالی ولرل شي ، په پیل کې باید د مختلفو هیوادونو له خوا په رسمي او حقوقي توګه وپيژندل شي چې د هغو په چوکاټ کې دوه او څو اړخیزې ملګرتیاوې بڼه ومومي . که څه هم دم ګړۍ مختلف هیوادونه د طالبانو پلاوي مني ،ا و ورسره خبرې اترې کوي ، خو ددغو هیوادونو له نظره ، دغه لیده کاته ، د طالبانو د رسمیّت پيژندنې په معنا نه دي .، بلکې له دغې ډ لې سره تعامل دی څو ځیني سپارښتنې ورته وشي او په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د پيژندنې لپاره د لازمو شرائطو د رامینځةکولو لپاره ګام پورته کړي .
په تهران کې د پوهنتون یو استاذ او دسیمې د چارو یو کارپوه بهرام امیر احمدیان په دې باب وائي ، طالبان د روا قدرت د درلودلو لپاره باید د وسلوالې ډلې له شرائطو ووځي ، یو ګوند جوړ کړي . انتخابات ترسره کړي ، او د سالم او کرار ژوند لپاره د درستو افغان ښاریزو حقوق تامین کړي . پر دې اساس ، په پیل کې باید د یوه ټول شموله حکومت په بڼه کې ظاهر شي .
د ملګروملتو د اعلان په اساس ، دطالبانو کلنی عاید له درو سوو میلیونو رانیولې تر یو میلیارډ ډالرو پورې دی چې زیاتره برخه ئې د جرم او حنایت او د نشه ایزو موادو دقاچاق له لارې ترلاسه کیږي او دغه شمیر د افغانستان د حکومت دلګښتونو په وړاندې دسمندر دیوې قطرې برابر دی . پر دې اساس طالبانو ډله دپانګې د جذبولو لپاره فعالیت ته مجبوره ده . ځکه پاکستان د طالبانو د ملاتړي په توګه په افغانستان کې د پانګونې او د پیسو د ورکولو لپاره مناسب اقتصادي شرائط نه لري او د طالبانو ملاتړي عرب هیوادونه هم د نړیوالو غبرګونونو داندیښنې په دلیل د طالبانو د مالی اړتیاؤ تامینولو ته تیار نه دي . په همدې دلیل ملګرو ملتو پر افغانستان د طالبانو له حاکمیّت وروسته په دغه هیواد کې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .
پر دې سربیره ، د پانګونې د جذبولولپاره د طالبانو په وړاندې یو بل چیلنج ، د لازمو بیخ بینائیو نه شتون دی چې د هغو د تامین لپاره په پیل کې لازیاتې پانګونې لازمې دي چې په افغانستان کې د بحران او ناکراریو دوام ته په پام سره ئې د ساتنې او تل پاتیکیدا اندازه مشخصه نه ده .
په افغانستان کې ددغه هیواد دمسئلو یو کارپيژاند محمد قربان حق جو هم په افغانستان کې د پانګونې په وړانډې یو تر ټولو مهم چیلنج د بریښنا په شمول دتولید لپاره د لازمو بیخ بینائیو نه شتون دی چې ښئ دغه بیخ بینائۍ یا تامین شوي نه دي او یا هم دجنګ او جګړو له امله تباه شوي دي .
په هر حال ، د پانګونې د جذبولو له لارې د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو دحل لپاره د طالبانو د ډيرو زیاتو چیلنجونو ترڅنګ ، په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې فعالیت هم دی چې په همداوروستیوکې ئې په دغه هیواد کې خپلو ځيږو او ترهه ګرو اقداماتو ته زور ورکړی دی . که څه هم طالبانو ډله هماغه راز مدعي ده چې داعش جدي خطره نه حسابیږي ، خو ددغې ترهه ګرې ډلې له خوا په افغانستان کې خونړیوتاؤتریخوالو او ناکراریو ته لمن وهل ، په افغانستان کې د پانګونې لپاره پانګوال نیهلی کولی او په بله معنا تښتې ته اړباسلی شي .
له دې امله دنړیوالو ټولنو له خوا دخپل حاکمیّت د پيژندلو لپاره دطالبانو د هڅې ترڅنګ دمسئولیّت منلي حاکم په توګه په درست افغانستان کې د امنیت ټينګول دي . هغه خونړۍ حملې چې طالبانو د اشرف غني دحکومت په ضد ترسره ولې ، اوس ئې هماغه شان داعش ترهه ګره ډله ترسره کوي ، چې طالبان ئې د حالاتو د کنټرولولو لپاره له سختو شرائطو سره مخامخ کړي دي .