په هرات کښې د فوټبال پخوانی غړے ووژل شو
Oct 31, 2021 17:25 Asia/Kabul
ناپېژندو وسله والو د افغانستان په هرات ولایت کښې د هېواد د فوټبال پخوانی غړے وژلی دے.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د هرات امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه په موټرسایکل سپرو ناپېژندو وسله والو د حمید سلطاني په نوم د فوټبال پخوانی غړے د «مشکوانیانو» په سیمه کې په ډزو سره وژلی دے.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پېښې په تړاو د طالبانوو ځواکونو یو تن نیول دے.
سرچینه زیاتوي چې دا کس د هرات فوټبال ټیم پخوانی غړے او د کوهستان فوټبال ټیم څښتن هم و.
تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو انګېزه معلومه نه ده.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترهه ګريزو حملو او وژلو پېښې ډېرې شوې چې د افغانستان خلق یې سخت اندېښمن کړي دي.