د افغانستان په هرات ولايت کښې جرمونه کم شول
د طالبانو امنيتي ځواکونو په هرات ولايت کښې د يو لړ امنيتي تدابيرو په غوره کول سره په لسګونو ورانکاري ا جنايتکار ونيول.
په افغانستان باندې طالبانو له تسلطه او د دغه هېواد په مختلفو سيمو په خاصه توګه هرات کښې کښې د امنيتي څارنې د نه شتون او د فقر د زياتوالي په وجه د ګډوډۍ رامنځته کېدو نه وروسته دغه ولايت په دې وروستيو مياشتو کښې د ناامنيو د زياتېدو کتونکے ؤ. د رپوټونو او د ښاريزو د تائيد له مخې په دې وروستيو ورځو کښې د طالبانو لخوا د حالاتو په نسبي کنټرولولو سره په هرات ولايت کښې د جرمونو اندازه کمه شوې ده.
د هرات د پوليسو ادارې د رپوټ له مخې په دغه ولايت کښې د تقريباً يو نيم سل جنايتکارو، وسله والو غلو او سړي تښتؤنکو په نيول کېدو سره له تېرو وختونو سره په پرتله کښې د سيمې د امنيت اندازه زياته شوې ده.
د دغه رپوټ له مخې په تېره يوه مياشت کښې يو نيم سل تنه چې امنيتي حالت يې ګډوډولو، د امنيتي ځواکونو لخوا له زيات شمېر وسلو،نشه ايزو موادو او شرابو سره ونيول شول.
دا په داسې حال کښې دي چې د هرات په ځينو سيمو کښې جرائم د تېرو وختونو په شان هم هغه شان دوام لري او غلونه او مجرمان د خلقو د مالونو په غلا کولو لګيا دي او په ځينو مواردو کښې بې ګناه خلق هم وژل کيږي.
څه موده مخکښې د هرات په مرکز کښې يو موبائل خرڅؤنکے د غلو په وړاندې د مقاومت په وجه وژل شوے ؤ.