د بائيډن د فېصلې په خلاف د افغانانو احتجاجونه دوام لري
د افغانستان د هرات ښار اوسېدونکو د امريکې د ولسمشر لخوا د افغانستان د مرکزي بېک د شتمنيو په بلاک کولو او مصادره کولو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د افغان ولس شتمنۍ په داسې حال کښې په امريکه کښې مصادره کيږي چې په افغانستان کښې اقتصادي بحران د دغه هېواد د ميلينونو خلقو ژوند په خطر کښې اچولے دے. د يونيسېف د فرورۍ د نهمې د رپوټ له مخې د افغانستان يو ميلين خلق د خوړو د کمښت او فقر په وجه د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
په داسې حالاتو کښې د هرات ښار اوسېدونکو د افغانستان د نورو شارونو د خلقو په شان د خپل هېواد د شتمنيو په بلاک کېدو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د افغان آوا د رپوټ له مخې د هرات خلقود مظاهرو په جوړولو سره د افغانستان د پېسو د ازادولو غوښتنه وکړه او بائيډنه حياء وکړه زمونږ پېسې ازادې کړه شعارونه ورکړل.
د دغه مظاهرو جوړؤنکي ايمان الله يارمل په امريکه کښې د ستمبر د يولسمې د پېښې د قربانيو کورنيو ته د تاوان له ادا کولو سره په مخالفت سره د امريکائي فوځيانو لخواد افغانستان شل کلن نيواک ته اشاره وکړه او وې ويل، دا امريکه ده چې پکار دے په تېرو شلو کلونو کښې د خپلو جنګي جنايتونو په وجه افغان ولس ته تاوان ادا کړي.
هراتي مظاهره کؤنکو له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتو وغوښتل چې د جوبائيډن د فېصلې له اجرا کولو څخه په مخنيوي سره دې د افغان ولس ملاتړ وکړي.
يارمل زياته کړه، امريکې په افغانستان باندې د قبضې په دوران کښې زيات افغانان وژلي دي او پکار دے په افغانستان کښې خپل جنايتونه ومني.
له ماشومانو څخه د ساتنې ادارې پرون د جمعې په ورځ د پينځو ميلينو افغان ماشومانو د لوږې د خطر په اړه د خبرداري د ورکولو ترڅنګه د امريکې لخان د بلاک شويو شتمنيو ازادول او افغانستان ته د نغدو پېسو لېږل د بحران له پراختيا څخه د مخنيوي يوازېنۍ لار وبلله.
نورو بشردوستانه اونړيوالو تنظيمونو او ادارو هم د ميلين تنو د لوږې او د مرګ د خطر په اړه خبردارے ورکړے دے. همدارنګ د افغانستان د روغتيائي ادارې چارواکو د کورونا د خپرېدو په دوران کښې د وسائلو او امکاناتو د کمښت په وجه د روغتونونو بندېدل خطرناک بللي دي.