افغانستان کښې د پیغمبر د بعثت مراسم وشول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112890-افغانستان_کښې_د_پیغمبر_د_بعثت_مراسم_وشول
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د اسلام د مکرم نبي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د بعثت د کلیزې ځانګړي مراسم ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 09:46 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پیغمبر د بعثت مراسم وشول

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د اسلام د مکرم نبي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د بعثت د کلیزې ځانګړي مراسم ترسره شول .

په همدې مناسبت بیګا او نن ورځ د افغانستان په بیلابیلو سیمو په  تیره بیا پلازمینې کابل کښې ښاریزو او حکومتي چارواکو په دغو ځانګړیو دستورو کښې په ګډون کولو سره تر ټولو ستر اسلامي مناسبت او د توحید د نه ختمیدونکي سرچینې په هکله جشن ولمانځه .

په دغو مراسمو کښې ویناوالو د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د اوصافو په هکله خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې مسلمانان باید په اوسنیو شرایطو کښې له هغه حضرت څخه په بیلګه اخیستلو سره خپلې چارې منظمې کړي .