له قانوني لارې ایران ته لاړ شئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114690-له_قانوني_لارې_ایران_ته_لاړ_شئ
کابل کښې د ایران سفارت دغه هیواد ته د افغانستاني ښاریزو په قانوني تګ ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2022 03:27 Asia/Kabul
  • له قانوني لارې ایران ته لاړ شئ

کابل کښې د ایران سفارت دغه هیواد ته د افغانستاني ښاریزو په قانوني تګ ټینګار وکړ

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارتخانې وايي چې د افغانستان خلکو ته پکار دي په قانوني توګه ایران ته لاړ شي

کابل کښې د ایران سفارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، په کابل کښې د ایران د سفارت کسنولي برخه او هم داشان په هرات، مزار شریف، قندهار او جلال آباد ښارونو کښې د ایران کنسولګرۍ لاهم د افغانستان خلکو ته ویزې ورکوي او د دې هیواد ښاریز باید په قانونمنده توګه ایران ته سفر وکړي.

په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: وروستي کلپونه او تصویرونه د ایران او افغانستان د تاریخي او مضبوطو اړیکو د خرابولو او د افغانستان په ټولنه کښې له ایرانه د ویرې د دودولو په موخه خپاره شوي دي او څرګنده ده چې دا کلیپونه او تصویرونه په ایران کښې له افغانستاني کډوالو سره د کیدونکي سلوک د ډول په اړه د عادلانه قضاوت بنیاد نه شي ګڼل کیدې.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان او د دغه هیواد د ولس په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت کلي سیاست د ښه ګاونډیتوب او د متقابل احترام د ساتلو په بنیاد ولاړ دی.

د ایران سفارت وايي، په افغانستان کښې وروستي بدلونونه سبب شول چې د ایران په لور د دغه هیواد د خلکو د کډه کیدو یوه نوې څپه راپورته شي او ایران د ظالمانه بندیزونو له امله د خپلو اقتصادي ستونزو سره سره د افغانانو د ورتګ مخې ته هیڅ ډول خنډ نه دی جوړ کړی.

خو په خبرپاڼه کښې راغلي چې د ایران خاورې ته غیرقانوني ننوتل د دې هیواد د ځکمنۍ بشپړتیا خلاف ورزي ګڼله کیږي او پولیس د ټولو بهرنیانو د غیرقانوني ورتګ مخه نیسي.

د ایران سفارتخانې هم داشان له افغان کډوالو سره د ایران د پولیسو د پلان شوې بدرفتارۍ په هکله خبرونه او معلومات دروغ او بې بنیاده وبلل.