میلیونونه افغان ماشومان د قحطۍ له خطر سره مخ دي
په افغانستان کښې څه باندې ۵ میلیونه ماشومان د قحطۍ او لوږې په درشل ولاړ دي
د یونیسف او د خوړو د نړیوال پروګرام په شان د بین المللي ارګانونو د رپورټ له مخې، د وچکالۍ او د سیاسي او اقتصادي کړکیچ له رامینځته کیدو سره هممهاله، د افغانستان نیمايي ښاریز د بیکارۍ او د خوراکي او درملیزو توکو د سخت کمي له کړکیچ سره مخامخ دي.
د آسټریلیا د (ایس، بي، ایس نیوز خبري سایټ د رپورټ له مخې، وچکالۍ او سیاسي ناکراریو د افغانستان له ۵ میلیونو زیات ماشومان د قحطۍ او لوږې په درشل اودرولي دي.
خبرونه وايي چې وچکالۍ د افغانستان ډیرې سیمې نیولې دي او د بزګرۍ برخه په ورانیدو ده.
په برطانیا کښې مرکز لرونکي د ماشومانو د ژغورنې ارګان هم خبر ورکړی چې په افغانستان هغه کابو ۱۲ میلیونه ماشومان چې کورنۍ یې د زراعت او بزګرۍ په عاید باندې متکي دي، هره ورځ د خوړو د برابرولو لپاره له ستونزو سره مخامخیږي. دا احصائیې د افغانستاني ماشومانو له دریو نه کابو دوه برخې جوړوي.