غزني کښې لسګونو کسانو ته د مسلکي زدکړو وسایل ورکړې شول
Apr 21, 2022 10:09 Asia/Kabul
په غزني ولایت کې د ((UNICEf موسسې په مالي ملاتړ په (۱۴۰) کسانو د حرفه یي زده کړو وسایل او ماشین آلات وویشل
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن په غزني کې د یونیسف په مالي لګښت د (AREP CPSDO) موسسې په مرسته (۱۴۰) تنو کسانوته د حرفې مختلف ماشین آلات او وسایل وویشل شول.
په غزني کې د (آریپ سي پي اس ډي او) موسسې مسئول اعزارالحق کامران وایي چې په دې توزیع کې د خیاطۍ ماشین، د لمریزې بریښنا د ترمیم ، د نل دوانۍ او یو شمیر نور وسایل شامل دي .
نوموړی وایي چې یاد وسایل او ماشینونه د هغو کورنیو لپاره ورکول کیږي چې بې وزله وي، بې ځایه شوي او یاهم بیرته وطن ته راستنې شوې وي. په وینا یې دیادو کسانو سروې مخکې دغزني په مرکز ، اندړو ، قره باغ ، ګیرو ، واغظ او خواجه عمرۍ ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
دیادولو وړ ده چې یونیسف دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې په مختلفو برخو کې مرستې سرته رسوي . تردې دوې ورځې وړاندې دیونیسف له لورې د هلمند له عامې روغتیا ریاست سره د (۳۰) موټرسایکلونو مرسته وکړه .
ټیګونه