افغان سیاسي مشرانو سره د اړیکو لپاره ځانګړې شورا جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115636-افغان_سیاسي_مشرانو_سره_د_اړیکو_لپاره_ځانګړې_شورا_جوړیږي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له افغان سياستوالو سره د خبرو اترو پر طرز العمل کار روان دی چي تر نهايي کيدو وروسته به يې د کارونو رسمي پيل هم اعلان شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 01:55 Asia/Kabul
  • افغان سیاسي مشرانو سره د اړیکو لپاره ځانګړې شورا جوړیږي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له افغان سياستوالو سره د خبرو اترو پر طرز العمل کار روان دی چي تر نهايي کيدو وروسته به يې د کارونو رسمي پيل هم اعلان شي.

څه باندې یو میاشت مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یوې اوه کسیزې شورا ترتیب اعلان کړی و.

ياده شورا به له افغان پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره اړیکې نیسي څو هغوی راضي کړي چې افغانستان ته را ستانه شي.

په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د کابينې څو غړي او مهم مشران شامل دي.

 ځينو پخوانيو چارواکو که څه هم د دې شورا له جوړيدو هرکلی وکړ خو ټولو ټينګار کاوه چې د ټولګډونه حکومت جوړول له شته ستونزو د وتلو لاره ده چې بايد د طالبانو حکومت ورته غاړه کېږدي. ټولګډونه حکومت د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې شرط هم دی.