امریکا د افغان ولس شتمنۍ غلا کړي دي
امریکا د افغانستان د ولس لپاره ډیر مشکلات راوالاړ کړي دي او له دغه هیواده دخپلو عسکرو له ویستلو وروسته ئې نور افغان ولس ته هیڅ توجه نه ده کړې، البته هماغه شان ئې ا قتصادي بندیزونه زیات کړي او د افغانستان شتمنۍ ئې کنګل او غلا کړي دي.
په افغانستان کې د چین سفیر یو ځل بیا د افغان ولس په ضد دامریکا د اقتصادي بندیزونو او دباؤنو باندې په سختو نیوکو سره ، دافغانسان دمالی زیرمو کنګل او مصادره کول ، افغانانو له ملی پانګې د واشنګټن په ښکاره غلا وبلله.
ایرنا خبری آژانس د آوا له قوله راپورورکړ،په کابل کې د چین سفیر وانګ یو،په خبري ناستې کې په دې خبرې کولو سره چې امریکا دخپلو ګټو په لړ کې په افغانستان کې حالات ترینګلي کړي دي،ووئيل؛ امریکا له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې هم دوه ګوڼی چلند کړی او د هیوادونو ملی حاکمیّت ئې په دې لارې سره تر پښو لاندې کړی دی.
دچین دغه ډيپلوماټ زیاته کړې ده ،امریکا دافغانستان په خپلواکۍ او ددغه هیواد ملی حاکمیت باندې سترګې پټې کړي دي او پخپله غوښته د افغانستان هوائي حریم او حدودو ته بې پيلوټه الوتکې ورلیږي چې دنړیوالو قوانینو هم ښکاره خلاف ورزي ده . هغه دغه راز ووئيل، امریکا د افغانستان د ولس لپاره ډیر مشکلات راوالاړ کړي دي او له دغه هیواده دخپلو عسکرو له ویستلو وروسته ئې نور افغان ولس ته هیڅ توجه نه ده کړې، البته هماغه شان ئې ا قتصادي بندیزونه زیات کړي او د افغانستان شتمنۍ ئې کنګل او غلا کړي دي.