د طالبانو حکومت له ګاونډیانو سره پر ښو اړیکو او تعاملاتوټينګار کوي
(last modified Mon, 05 Sep 2022 09:56:04 GMT )
Sep 05, 2022 14:26 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت له ګاونډیانو سره پر ښو اړیکو او تعاملاتوټينګار کوي

 ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو اصلی عامل  د امریکا شل کلن جنګ، او د دغه هیواد له خوا د افغانستان د اسعاري زیرمو کنګل کول وبلل او وې وئيل،واشنګټن باید کنګل شوي پیسې آزادې کړي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  د هندوستان له سټارنیوز ګلوبل سره په خصوصي خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دافغانستان په ضد دامریکا اولویدیځ  بندیزونه ځواب نه ورکوي ،ووئيل،مونږ  د نړس له درستو هیوادونو سره په تیره بیا له ګاونډیانو سره د سیاسی او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو.

 ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو اصلی عامل  د امریکا شل کلن جنګ، او د دغه هیواد له خوا د افغانستان د اسعاري زیرمو کنګل کول وبلل او وې وئيل،واشنګټن باید کنګل شوي پیسې آزادې کړي.

 دطالبانو ویندوي  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  دچین پانګونې به  له دغه  هیواد سره داړوندوالي سبب نشي هم ووئيل؛ درستې اقتصادي اړیکې  دافغانستان دملی ګټو په اساس  تعریف شوي او مونږ  له متخصصانو جوړ  اقتصادي کمیشن لرو چې په تخصصي توګه  درست تړونونه ارزوي .

 

ټیګونه