د کابل  زورخانه ای لوبډله د زورخانه ی لوبو د سیالیو اتله شوه
(last modified Mon, 03 Oct 2022 07:41:51 GMT )
Oct 03, 2022 12:11 Asia/Kabul

په دې لوبو کې چې په جلال اباد کې ترسره شوې  د افغانستان له پنځو ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار د المپیک او سپورټي ادارې مشر عبدالسلام وزیر وال  وایي خوشحاله دی چې ننګرهار ددې سیالیود کوربه په توګه غوره شوی وو. نوموړي وویل ننګرهار دورزش په هره برخه په ځانګړې توګه زورخانه یې پهلوانۍ کې ښه او پام وړ استعدادونه لري چې همدا ډول سیالۍ ددې استعدادونو دځلیدو او وړتیا لوړونې لپاره خورا ښه فرصتونه دي.دنوموړي پر وینا په دې سیالیو کې پر ننګرهار سربیره له پلازمنیې کابل،پنجشیر،میدان وردګ او هرات ولایتونو څخه څه باندې پنځوس تنو لوبغاړوبرخه اخیستې وه .  

په دې اړه له ننګرهاره زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .

 

 

ټیګونه