د افغانستان ملي خبرې باید زر پیل شي
(last modified Wed, 05 Oct 2022 00:12:06 GMT )
Oct 05, 2022 04:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان ملي خبرې  باید زر پیل شي

افغانستان ټایمز راپور ورکړ د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره په کتنه کښې د خپل هیواد د حالاتو په هکله خبرې وکړې.

د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال مارکوس پوټزل سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کتنه کښې دواړو لورو په کابل کښې د کاج د زده کړې په مرکز کښې ترهګره حمله په کلکه وغندله.

د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي په دغه کتنه کښې یوځل بیا د انجلیو د متوسطه ښوونځیو په بیرته پرانیستل کیدا او په هیواد کښې ثبات او پایداره سولې ته د رسیدا لپاره د افغانانو ترمینځ د ملي خبرو اترو د پیلیدا غوښتنه وکړه.

په تیرې جمعې ورځې د کابل د کاج د زده کړې په مرکز کښې د امتحان د ترسره کیدا په وخت بم چاودنې کښې تراوسه له پنځوسو زیات کسان وژل شوي او څه د پاسه سل نور ژوبل شوي هم دي چې اکثره یې ځوانۍ محصیلینې دي.

د طالبانو حکومت د هیواد په اکثرو سیمو په تیره بیا د کابل په دشت برچي سیمه کښې د ترهګرو حملو په مخه نیولو کښې پاتی راغلی دی.

 

ټیګونه