د نجونو زده کړه حتمي ده
د طالبانو د حکومت ویاند یوځل بیا له شپږم ټولګي د پورته جینکو د ښوونځیو د خلاصولو خبر ورکړ
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په افغانستان کښې د نجونو زده کړه حتمي ده، وویل: د یولړ ملاحظاتو په ختمیدو سره له شپږم ټولګي د پورته جینکو د ښوونځیو د پرانستلو موضوع به ډیره زر حل شي.
مجاهد هم داشان په حکومتي ادارو کښې د ښځو د فعالیت په هکله وویل: هلې ځلې روانې دي ترڅو میرمنې هم د ضرورت په اساس او د مناسبې فضا په برابریدو سره په ټولو حکومتي ادارو کښې کار وکړې شي.
د طالبانو ویاند په داسې حال کښې د نجونو له ابتدايي څخه د پورته ښوونځیو د خلاصولو لپاره د هلوځلو خبر ورکوي چې د دغې ډلې ځیني چارواکي لاهم د جینکو د تعلیم مخالف دي.
د نظریاتو دغه اختلاف له یوې خوا جینکۍ له زده کړو بې برخې کړې دي او له بلې خوا، په رسمیت د طالبانو د حکومت د پيژندل کیدو مخه نیسي.