طالبانو د تیر حکومت د سیاسي شخصیتونو غونډې ته غبرګون وښود
د افغانستان له شخصیتونو سره د تماس کمیشن له لارې د تیر حکومت ځیني چارواکي او سیاستوالان هیواد ته ستانه شوې دي
د طالبانو د حکومت یو جګ پوړې غړي د تیر حکومت د یوشمیر چارواکو او سیاسي شخصیتونو د آنلاین غونډې په غبرګون کښې وویل: خلک له دغو کسانو سره هیڅ مینه او دلچسپي نه لري.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون د حالاتو د څیړنې په موخه د یوشمیر سیاسي او مدني شخصیتونو انټرنیټي غونډې ته په اشارې سره مدعي شو چې د دغو کسانو هڅه عبث ده او خلک دوي نه غواړي.
کریمي زیاته کړه: د طالبانو حکومت د تماس د کمیشن په جوړولو سره د هغو کسانو او مسئولانو د جذبولو په لټه کښي دی چې بهر ته تلې دي.
په عین حال کښې د کابل ځینو خلکو د یادې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي او له اوسنيو چارواکو سره خپل اختلافات له نزدې څخه حل کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان له شخصیتونو سره د تماس کمیشن له لارې د تیر حکومت ځیني چارواکي او سیاستوالان هیواد ته ستانه شوې دي.