تاجیکستان د امنیتي کمربند په جوړیدا ټينګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122476-تاجیکستان_د_امنیتي_کمربند_په_جوړیدا_ټينګار_وکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ترهګرو د ورتلو د مخنیوي لپاره د افغانستان په شاوخوا کښې د امنیتي کمربند جوړول ضروري وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2022 01:58 Asia/Kabul
  • تاجیکستان د امنیتي کمربند په جوړیدا ټينګار وکړ

شفقنا خبري اژانس وايي د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ترهګرو د ورتلو د مخنیوي لپاره د افغانستان په شاوخوا کښې د امنیتي کمربند جوړول ضروري وباله.

هغه پرون د ترهګرو حرکتونو د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د سرحدونو د مدیریت او د امنیت د سیمه ییزې او نړیوالې ملګرتیا په کانفرنس کښې د افغانستان ګیر چاپیر د امنیتي کمربند د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل ترهګر هماغه راز له سرحدونو د اوړیدا هڅه کوي.

د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له نظره د مینځني ختیځ له عربو هیوادونو یوشمیر ترهګر افغانستان ته انتقالیږي او په افغانستان کښې د ټروریسټي ډلو فعالیت د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره جدی ګواښ دی.

هغه د سیمې امنیتي ګواښونه جدي وبلل او د افغانستان په ځوانانو په تیره بیا زلمیانو  کښې یې د سرزورو افکارو د پراخیدا په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

امام علي رحمان مخکې هم د ځان وژونکو حملو د ترسره کولو لپاره د افغانستان په خاوره کښې د لسګونو ټروریسټانو د روزنې په هکله خبرداری ورکړی و.

له داعش ډلې سره جنګ کول او د افغانستان او د سیمې د هیوادونو پرضد د داعش ټروریسټي ډلې د حملو مخه نیول د طالبانو ډلې یوه تر ټولو اصلي  ژمنه وه.

خو طالبان تراوسه د افغانستان په داخل کښې د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو او د دغه ډلې د فعالیتونو په کنټرولولو کښې ناکامه دي.