تاجیکستان د امنیتي کمربند په جوړیدا ټينګار وکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ترهګرو د ورتلو د مخنیوي لپاره د افغانستان په شاوخوا کښې د امنیتي کمربند جوړول ضروري وباله.
هغه پرون د ترهګرو حرکتونو د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د سرحدونو د مدیریت او د امنیت د سیمه ییزې او نړیوالې ملګرتیا په کانفرنس کښې د افغانستان ګیر چاپیر د امنیتي کمربند د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل ترهګر هماغه راز له سرحدونو د اوړیدا هڅه کوي.
د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له نظره د مینځني ختیځ له عربو هیوادونو یوشمیر ترهګر افغانستان ته انتقالیږي او په افغانستان کښې د ټروریسټي ډلو فعالیت د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره جدی ګواښ دی.
هغه د سیمې امنیتي ګواښونه جدي وبلل او د افغانستان په ځوانانو په تیره بیا زلمیانو کښې یې د سرزورو افکارو د پراخیدا په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
امام علي رحمان مخکې هم د ځان وژونکو حملو د ترسره کولو لپاره د افغانستان په خاوره کښې د لسګونو ټروریسټانو د روزنې په هکله خبرداری ورکړی و.
له داعش ډلې سره جنګ کول او د افغانستان او د سیمې د هیوادونو پرضد د داعش ټروریسټي ډلې د حملو مخه نیول د طالبانو ډلې یوه تر ټولو اصلي ژمنه وه.
خو طالبان تراوسه د افغانستان په داخل کښې د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو او د دغه ډلې د فعالیتونو په کنټرولولو کښې ناکامه دي.