ملا هبت الله د تخار د علماؤ شورا د جوړولو امر وکړ
د طالبانو مشر د یو تازه فرمان په ترڅ کې د تخار د علماوو د شورا تشکیل اعلان وکړ.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د نوموړي فرمان له مخې مولوي محمود د شورا د رئيس، مولوي خال مراد د مرستیال، مولوي محمد نعیم د شورا غړی او د مالي او اداري چارو مسوول او يو شمېر نور د شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
په فرمان کې ویل شوي، چې یاده شورا مکلفه ده، چې د خپلي لایحې مطابق د یاد ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي سلا مشورې ورکړي.
د سرچینې په حواله د تخار لپاره د طالبانو ولایت مسئولین هم مکلف کړل شوي چې د علماوو شوری پر مشورو باندې د دوی د لایحې مطابق عمل وکړي او د لایحې په اجراء کي هم پوره هڅه وکړي او همدارنګه د مرکزي مالي ادارې او نورو اړوندو ادارو مسئولین مکلف دي، چي د علماؤ شوری اداري تشکیل او بودیجه ترتیب او له اصولو سره سم له پړاوونو څخه تېره کړي.
د طالبانو ادارې د علماؤ شورا په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
ویل کیږي، چې دغه شورا ګانې په نورو ولايتونو کې هم رامنځته کيږي.