حامد کرزی يو ځل بيا بهر ته له تګ څخه منع شوی
ټاکل شوې وه چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني ته سفر وکړي خو ویل کیږي چې طالبانو ظاهراً د هغه د سفر مخه نیولي ده.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پخواني ولسمشر رسنیز دفتر رسنيو ته ویلي چې ټاکل شوې وه حامد کرزی د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۲۴ او ۲۵مه نیټه په جرمني کې په ترسره کیدونکي یو کنفرانس کې وینا وکړي.
د معلوماتو له مخې، په جرمني کې د «دیر شپیګل» په نامه مجلې او د کوربر په نامه یوه بنسټ د دغه کنفرانس کوربتوب په ګډه تنظیم کړی وو.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر زیاتوي چې دوی د طالبانو سرپرست حکومت ته یو رسمي مکتوب لیږلی وو ترڅو د سفر له پاره اړین اقدامات وشي خو طالبانو په دې برخه کې څه نه دي کړي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته حامد کرزی په افغانستان کې پاتې شو او د ځینو سرچینو له مخې د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم نوموړي ته له افغانستان د وتلو اجازه نه وه ورکړې.
د افغانستان د امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګین داد فر سپنتا، چې کرزي ته له نیږدې کسانو شمیرل کیږي، وویل چې حامد کرزی په افغانستان کې کورني بند کې دی او دا چې طالبانو حتی د هغه د روغتیايي معایناتو مخه هم نیولې ده.