تاجران اوپانګوال دې د افغانستان دپرمختګ لپاره بیرته خپل هیوادته وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122950-تاجران_اوپانګوال_دې_د_افغانستان_دپرمختګ_لپاره_بیرته_خپل_هیوادته_وګرځي
نور الدین عزیزي ووئیل،هڅې شوي دي څو هغه افغان پانګوال چې خپل میلیارډونو ډالري پانګه ئې په متحده عربی اماراتو،ترکیې ،ایران،پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ته منتقله کړې ده،بیرته دې  افغانستان  ته ستنه اوپانګونې دې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2022 03:59 Asia/Kabul
  • تاجران اوپانګوال دې د افغانستان دپرمختګ لپاره بیرته خپل هیوادته وګرځي

نور الدین عزیزي ووئیل،هڅې شوي دي څو هغه افغان پانګوال چې خپل میلیارډونو ډالري پانګه ئې په متحده عربی اماراتو،ترکیې ،ایران،پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ته منتقله کړې ده،بیرته دې  افغانستان  ته ستنه اوپانګونې دې وکړي.

صدای افغان خبری آژانس راپور روکړ، د طالبانو دحکومت د صنعت او تجارت چارو  وزیر نورالدین عزیزي  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، همدااوس  په افغانستان کې د پانګونې تر ټولو ښه فرصت برابر دی  او  په دې زمینې کې هیڅ مشکل هم  نشته.

 دتیر کال داګست په پنځلسمه نیټه  دطالبانو بیرته واک ته پ رسیدا پسې  ډیری افغانان په تیره بیا پوځیان،تاجران،دپوهنتونو استاذان،ددغې ډلې له خوا د نیولو او محاکمه کیدا له ویرې  له هیواده ووتل.

نور الدین عزیزي دغه راز پخپلو څرګندونو کې ووئیل،هڅې شوي دي څو هغه افغان پانګوال چې خپل میلیارډونو ډالري پانګه ئې په متحده عربی اماراتو،ترکیې ،ایران،پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ته منتقله کړې ده،بیرته دې  افغانستان  ته ستنه اوپانګونې دې وکړي.

دعزیزي په وینا،افغان پانګوالو په  رووستیو پدلونونو پسې له افغانستانه خپلې څه دپاسه پنځوس میلیارډ ډالري  پانګې ویستلی دي.  چې زیاتره  پانګې ،اماراتو،پاکستان،ایران،ترکیې او ځينو نورو هیوادونو ته منتقلې شوي دي.