د افغانستان مرکزي بانک د امریکې په فیصلې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124010-د_افغانستان_مرکزي_بانک_د_امریکې_په_فیصلې_نیوکه_وکړه
د افغانستان مرکزي بانک د امریکې په فیصلې او سویټزرلینډ ته د دغه هیواد د خلکو د شتمنیو په انتقال نیوکه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 12:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان مرکزي بانک د امریکې په فیصلې نیوکه وکړه

د افغانستان مرکزي بانک د امریکې په فیصلې او سویټزرلینډ ته د دغه هیواد د خلکو د شتمنیو په انتقال نیوکه وکړه

د افغانستان مرکزي بانک تیره شپه د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره سویټزرلینډ ته د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارډ ډالرو منتقلول ناعادلانه او د نه منلو وړ وبلل.

په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: د مرکزي بانک اسعاري زیرمې د افغانستان د خلکو دي او له کلونو راهیسې یې ورڅخه د پیسو د ثبات د ساتلو، د مالي نظام د استحکام او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د تجارت د اسانتیا لپاره استفاده کړې ده.

د افغانستان مرکزي بانک په دوام کښې زیاته کړه: په سویټزرلینډ کښې د افغانستان د اماني صندوق د جوړولو لپاره د امریکې پریکړه د دغه هیواد د مرکزي بانک له حقیقي استازو سره له مشورې پرته  دغه صندوق ته د مرکزي بانک د اسعاري زیرمو د ذخایرو د یوې برخې د انتقال فیصله عادلانه نه ده.

د ویلو ده چې د افغانستان په امانتي صندوق باندې د څارنې د کمیټې وړومبنۍ رسمي غونډه پرون ترسره شوه.