پوټین په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړیدو تاکید کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124028-پوټین_په_افغانستان_کې_د_ټول_شموله_حکومت_په_جوړیدو_تاکید_کوي
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ویلي چې په افغانستان کې د یوه رېښتنی ټولشموله حکومت جوړیدل لومړیتوب لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 09:56 Asia/Kabul
  • پوټین په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړیدو تاکید کوي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ویلي چې په افغانستان کې د یوه رېښتنی ټولشموله حکومت جوړیدل لومړیتوب لري.

د روسیې ولسمشر د ټولیز امنیت تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدا مهم وباله او ویې ویل: په افغانستان کې د ټولشمول حکومت د جوړیدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، اوس یو لومړیتوب دی.

هغه همدارنګه د افغانستان د اوسني حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره، له دغه هیواده مرکزي اسیا ته د ترهګرو د نفوذ په هکله خبرداری ورکړ.

د روسیې جمهور رئیس وویل چې د ترهګرو د هغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره ځانګړو ګډو عملیاتو ته اړتیا ده چې د افغانستان څخه سرچینه اخلي.

پوتین زیاته کړه چې هیواد یې د څو اړخیز میکانیزم د لارې هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت ته ثبات ورکړي.

یوه اوونۍ مخکې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو په کچه غونډه وشوه چي د طالبانو د حکومت استازی ورغوښتل شوی نه و.