په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124034-په_افغانستان_کې_د_امریکا_جنګي_جنایتونه
د بشري حقوقو د څار ادارې اعلان وکړ چي داسي یو لړ اسناد تر لاسه کړي چي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ۲۰ کلن حضور کې د پرلپسې جنګي جنایاتونو ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 10:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه

د بشري حقوقو د څار ادارې اعلان وکړ چي داسي یو لړ اسناد تر لاسه کړي چي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ۲۰ کلن حضور کې د پرلپسې جنګي جنایاتونو ښودنه کوي.

د بشري حقوقو د څار ادارې اعلان وکړ چي امریکایي فوځیانو په افغانستان کې خپل د حضور پر مهال او په ځانګړې توګه په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو کې عام افغانان یې وژلي چي اکثره په کښې ښځې او ماشومان وه.

د بشري حقوقو د څار ادارې له راپور سره هممهاله د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چي امریکا له دغه ډلې سره د دوحې د تړون له ژمنو سرغړوی کوي.

مجاهد وویل چي د بندیزونو لیري کول او افغانستان سره د عادي اړیکو جوړونه د دوحې د سولې د موافقې هغه دوه شرطونه دي چي امریکا له لوري عملي شوي نه دي، د دوحې هوکړه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ د امریکې او طالبانو تر مینځ په قطر کې لاسلیک شوه.

له افغانستان څخه د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو وتل، د افغانستان په خاوره کې د القاعدې د فعالیتونو مخنیوی او د افغانستان د دولت او طالبانو تر مینځ خبرې اترې، د یادې هوکړې له بندونو څخه بلل کیږي.

 

په افغانستان کې د امریکا سیاسي او امنیتي کړچار ته په کتو سره، داسي ښکاري چي نه یوازې د افغانانو سر او مال د واشنګټن لپاره هیڅ ارزښت نه لري بلکې د افغانستان ملي واکمنۍ په پرلپسې توګه تر پښو لاندې کوي او دې هیواد ته د یوې مستعمرې په نظر ګوري.

دا لومړی ځل نه دی چي د بشري حقوقو د څار ادارې په افغانستان کې د امریکایي فوځیانو د جنایتونو په هکله راپور ورکوي، په افغانانو باندې د امریکایي ځواکونو زور او زیاتي، وژله او بریدونو ته په کتو سره، داسي ښکاري چي په راتلونکې کې به داسي زیات راپورونه خپاره شي چي په افغانستان کې د امریکایانو نوې نوي جنایتونه اشوا کوي.

ناټو او امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال، د ممنوع شویو وسلو د کارولو تر څنګ کله ناکله به هم د ساعت تېری او میلې لپاره افغان خلګ یې وژل او د دې لپاره چي د وژل شویو کسانو شمېر له یاده نه وباسي، د وژل شویو افغانانو څخه ګوتې پرې کولې.

د افغانستان د چارو کارپوه سروش امیري په دې اړه وایي: اوس لاهم د امریکې له لوري د فسفريک بمونو په څېر د کارول شویو خطرناکو وسلو اثرات په افغانستان کې پاته دي، افغانان تر څو نسله پورې به د دغو ممنوع شویو وسلو د پایلو څخه زیانمن شي، د معلولو ماشومانو پیدا کېدل او تر څو نسله پورې د دې لړۍ دوام په افغانستان کې د امریکې د جنګي جنایاتو له ښکاره بېلګو څخه بلل کیږي.

دا چي اوس امریکا په دوحه کې له طالبانو سره په تر سره شوې هوکړه عمل نه کوي، د افغانستان د ولس د برخلیک په وړاندې د واشنګټن د بې پروایي او دښمنۍ ښودنه کوي،

امریکا چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان باندې ټروریزم سره  د مبارزې په پلمه برید وکړه او بیا له دوو لسیزو وروسته، دغه هیواد یې په ناوړه او کنډواله حالت کې افغانانو ته ورپرېښوده، نه یوازې ټروریزم یې له مینځه نه ده بېولي بلکې د افغان چارواکو په وېنا ټروریزم له پخوا نه هم زیات شوی او د ترهګرو ډلو شمېر کابو ۲۰ ته رسېدلي دي.

د افغان چارو کارپوه سید حسین حسینی په دې اړه وایي:  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنایتونه په بشپړه توګه نه دي څېړل شوي، د لوېدیځو رسنیو سانسور ته په کتو سره، داسي کومه هیله نه لیدل کیږي چي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جنایتونه اشوا شي. هغه څه چي نن سبا خپریږي دا د امریکې د جنایاتو یوه وړه شان سرریزه ده.

امریکایي چارواکو په عمل کې وښودله چي په افغانستان کې د خپلو فوځیانو د جنایاتو د څېړلو اراده نه لري، په دې لړ کې یې حتی د هاګ له نړیوالې محکمې سره، تند چلند وکړ او د فشار او زور له لارې په نړیواله محکمه کې د امریکایي ځواکونو د جنایاتو د څېړلو مخنیوی وکړل.

دغو ټولو مسالو ته په کتو سره، د افغانستان خلګ له نړیوالو حقوقي اداراتو څخه تمه لري چي په دغه هیواد کې د امریکایي فوځیانو د جنایاتو د څېړلو لپاره جدي اقدامات وکړي او د امریکایي ځواکونو د جنایاتو د هېرېدو مخنیوی وکړي، دا نه یوازې د افغانستان بلکې د عراق او سوریې د خلګو غوښتنه هم بلل کیږي، امریکا باید په افغانستان، یمن، عراق او سوریې کې د عامو خلګو په ضد د خپلو زړه بوږنوونکو جنایاتو ځواب ورکړي.