په ننګرهارکې ځوانانو له ولایتي ادارې په بېلابېلو برخوکې داسانتیاوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126284-په_ننګرهارکې_ځوانانو_له_ولایتي_ادارې_په_بېلابېلو_برخوکې_داسانتیاوغوښتنه_وکړه
په ننګرهارکې ځوانانو له ولایتي ادارې په بېلابېلو برخوکې داسانتیاو غوښتنه وکړه نور تفصیل یې په لاندې راپورکې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 07:47 Asia/Kabul

په ننګرهارکې ځوانانو له ولایتي ادارې په بېلابېلو برخوکې داسانتیاو غوښتنه وکړه نور تفصیل یې په لاندې راپورکې

دنګرهار ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو امریت په نوښت په لومړي ځل ګڼ شمیر ځوانانو ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند سره دخپلو ستونزو او مشکلاتو شریکولو او دغه راز له اسلامي امارت نه دملاتړ په موخه ګډه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې ځوانانو له ننګرهار والي نه دځوانانو لپاره د زده کړو، روغتیا، بهرنیو هیوادونو ته دزده کړه ییزو بورسونو، او نورو برخو کې داسانتیاوبرابرولو او ستونزو دهواري غوښتنه وکړه . په دې ناسته کې دځوانانو چارو امر محمد اصف ذهیر وویل په کمه موده کې یې د ځوانانو د فکري رغاونې لپاره زیات کار کړې او په زیات شمیر کې ځوانان یې په یو ټغر راټول کړيدي.هغه له ولایتي ادارې نه هیله وکړه چې د ځوان نسل د ملاتړ په موخه ددوې تر شا ودریږي . داطلاعاتو او کلتور ریاست د باختر دولتي اژانس مدیر قریشی بدلون چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي ننګرهار والي ددغو ځوانانو دوړاندیزونو او ستونزو له اوریدو وروسته هغوې ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره ددوې ستونزې او وړاندیزونه اوري او دحل لپاره یې ګامونه پورته کوی . قریشي بدلون وویل ننګرهار والي ځوانان دټولنې د ملا تیر وباله او له هغوې یې غوښتنه وکړه چې داسلامي امارت ملاتړ وکړی او  بهر ته دتلو پر ځای دې په هیواد کې دننه په خپل فکري قوت او وړتیا د هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي، دباختر دولتي اژانس مدیر وویل دا د ولایتی ادارې له مشرتابه سره د ځوانانو لومړنۍ ناسته وه چې پر وینا یې خورا اغیزناکه او دځوانانو اړوند پر ګڼو مسایلو بحث وشو. دنوموړي پر وینا په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم له ځوانانو سره دا ډول ناستې ترسره شي.