د کړکټ نړیوالې شورا او د یو شمېر هېوادونو کرکټ بورډ ادارو د افغانستان کرکټ بورډ سره په هره برخه کې د درېدو ډاډ ښودلی.
(last modified Tue, 17 Jan 2023 10:10:12 GMT )
Jan 17, 2023 14:40 Asia/Kabul
  • د کړکټ نړیوالې شورا او د یو شمېر هېوادونو کرکټ بورډ ادارو د افغانستان کرکټ بورډ سره په هره برخه کې د درېدو ډاډ ښودلی.

د کړکټ نړیوالې شورا او د یو شمېر هېوادونو کرکټ بورډ ادارو د افغانستان کرکټ بورډ سره په هره برخه کې د درېدو ډاډ ښودلی.

د کړکټ نړیوالې شورا او د یو شمېر هېوادونو کرکټ بورډ ادارو د افغانستان کرکټ بورډ سره په هره برخه کې د درېدو ډاډ ښودلی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف وایي، په متحده عربي اماراتو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه او استازو سربېره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره لیدنې او ټلیفوني خبرې کړي چې د ټولو لخوا د افغانستان کرکټ سره په هره برخه کې د ملاتړ او دریدو ډاډ ورکړل شوی.

Image Caption

 

هغه په خپلې فیس بوک پاڼه لیکلي: د دغو ناستو او ټیلیفوني اړیکو په لړ کې مو د افغان لوبډلې په اړه د اسټرالیا بورډ د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړې، دغه راز مو له دوی سره د لوبلړیو یا سیریزونو د ترسراوي په اړه هم بحثونه درلودل چې ډېر مثبت وو.

میرویس اشرف زیاته کړې، دغه راز مې په یادو ناستو کې د کرکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوي خبرې وکړې چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې چې ان شاءالله په دې اړه به هم تاسو ته نوي زېري ولرو، دوی پوره ډاډ راکړ چې له موږ سره په هره برخه کې ولاړ دي او د افغانانو کرکټ ورته ډېر اهمیت لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر وایي، په مارچ میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د ناستې په تړاو باید ووایم چې دغه ناسته د تل او معمول په څېر هر کال په یاده میاشته کې ترسره کېږي چې ټول غړي لرونکي هېوادونه پکې ګډون لري.

ده ویلي، موږ د دغې ناستې لپاره هم بشپړ چمتو یو چې په ترڅ کې به یې د افغان کرکټ اړوند ټولې لاسته راوړنې او فعالیتونه ورسره شریک کړو چې موږ په دې برخه کې برلاسي یو.

د ښاغلي اشرف په وینا افغان کرکټ بورډ همېشه له ټولو بورډونو سره خپلواکې او غوره اړیکې ساتلې دي او دغه راز نور بورډونه هم له افغان کرکټ سره ډېرې ټینګې اړیکې لري او همېشه یې د افغان لوبغاړو او ادارې قدردانی او ستاینه کړې ده.

نوموړی وایي، بیا هم تاسو ته ډاډ درکوم چې افغان کرکټ به د تل په څېر ځلانده وي او تاسو ته به همېشه خوښۍ او ویاړونه راوړي.

 

ټیګونه