د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلې مېرمن کابل ته رسېدلې ده
Oct 25, 2024 07:29 Asia/Kabul
د سوک وهنې افسانوي لوبغاړي محمد علي کلې مېرمن خلیله علي کلې او ورسره مل پلاوی پرون کابل ته ورسېد.
ټاکل شوې چې مېرمن کلې به د یوه ورزشي سټډیوم او د محمد علي کلې او خلیله علي کلې په نوم د ورزشي ټولنې جوړولو په موخه، له اړوندو چارواکو سره لیدنه وکړي.
خلیله علي په ۲۰۲۱م کال کې کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې د قرغې په سیمه کې به په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې، د فوټبال یو لوبغالی جوړ کړي، چې دا د دې په وینا د محمد علي کلي ارمان وو.