Jan 24, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • راشد د ۵ سوه او نوین د ۵ ویکټو د اخیستو په کارنامې لومړني افغان لوبغاړي شول

راشد د ۵ سوه او نوین د ۵ ویکټو د اخیستو په کارنامې لومړني افغان لوبغاړي شول

نړیوال ستوري راشد خان د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې د ۵ سوه ویکټو په پوره کولو او نوین الحق په نړیوال لیګ کې په یوې لوبه کې د ۵ ویکټو د اخیستو په کارنامې سره لومړني افغان لوبغاړي شول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان تېره ورځ د افریقا په لیګ کې د دوو ویکټو په اخیستو سره په نړیوال شل اوریز لیګ کې ۵ سوه ویکټې پوره کړې چې په ملي کچه لومړنی او نړیواله کچه یې د ډیرو ویکټو اخیستو دویم مقام خپل کړ.

راشد خان چې اوس مهال ۲۴ کاله عمر لري، اته کاله یې په نړیوال کرکټ کې د لوبېدو کیږي او اټکل کیږي که اته کاله نور هم ولوبیږي، نو په دوه دیرش کلنۍ کې به د زر ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان تېز توپ اچوونکي نوین الحق د متحده عربي اماراتو په کورني لیګ کې د لوبېدو پر مهال په څلورو اورونو کې د ۳۸ منډو په ورکولو سره ۵ ویکټې واخیستې، چې په دې سره لومړنی افغان توپ اچوونکی شو چې په نړیوالو لیګونو کې د لوبېدو پر مهال په یوه لوبه کې ۵ ویکټې اخلي.

په یاده لوبه کې نوین الحق ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

 

 

ټیګونه