په «ایستګاه خیابان روزولټ» کتاب د انقلاب د مشر تقریظ/ ایران کښې د امریکا د سفارت تړل کیدا
پارس ټوډې –د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د « ایستګاه خیابان روزولټ» کتاب له لوستلو وروسته چې د امریکا له سفارت څخه لاس ته راغلیو سندونو په استفادې سره د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو روایت دی تقریظ لیکلی کوم چې اوس خپور شوی.
د «ایستګاه خیابان روزولټ» کتاب چې «محمد محبوني »لیکلی دی له اسلامي انقلاب څخه وروسته په ایران کښې د امریکا استخباراتي او عملیاتي فعالیتونو ته په اشارې سره د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې له نیول کیدا له ورځې څخه د نولس سوه یواتیایم میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې د یرغمل شویو امریکایانو تر خوشي کیدا پورې د ایران او د امریکا د اړیکو په هکله جامع شرح وړاندې شوي ده.
دغه کتاب دغه راز د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای یوشمیر نه خپاره شوي سندونه د لومړي ځل لپاره خپاره کړي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د «ایستګاه خیابان روزولټ» د کتاب له لوستلو وروسته تقریظ لیکلی دی چې پرون په چهارشنبې ورځ د حضرت ایت الله خامنه اي د حفظ او د نشر د دفتر لخوا خپور شو.
په «ایستګاه خیابان روزولټ» کتاب باندې د امام خامنه اي په تقریظ کښې ویل شوي دي:
دا د ایران د انقلاب په تاریخ کښې د یوې مهمې پیښې یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو په هکله یو ګټور او یقیني راپور دی..... زمونږ دښمانانو او بدغواړو ډیرې پیښې اپوټه بیان کړي دي.
امام خامنه اي دغه راز په دغه تقریظ کښې د ایستګاه خیابان روزولت کتاب نثر روان او رسا او د هغه تحقیق او شننې منطقي ، صادقانه او قانع کونکي وبللې او د دغه کتاب د لیکوال او د هغه د ارزښمن کوشش قدرونه وکړه.
د اسلامي انقلاب مشر دغه راز د ایستګاه خیابان روزولت کتاب لپاره انتخاب شوی نوم ډیر ښه وباله.