افغانانو د سوېډن بېرغ ته اور واچوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126864-افغانانو_د_سوېډن_بېرغ_ته_اور_واچوه
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې خلګو قرآن کریم ته د سوېډن له لورې د سپکاوی په غبرګون کې د دې هیواد بیرغ ته اور ورته کړ.
(last modified 2023-01-26T05:40:40+00:00 )
Jan 26, 2023 10:05 Asia/Kabul
  • افغانانو د سوېډن بېرغ ته اور واچوه

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې خلګو قرآن کریم ته د سوېډن له لورې د سپکاوی په غبرګون کې د دې هیواد بیرغ ته اور ورته کړ.

د سوېډن حکومت څو ورځې وړاندې  د دریم ځل لپاره د قرآن د سوځولو د جواز د صادرولو په ترڅ کې د قران د سوځولو لپاره یې د افراطي ګوند سرغنه راسموس پالودان امنیت هم ټینګ کړ.  له هغه وروسته په هالنډ کې هم د پګېدا د افراط پال ګوند سرغنه اډوین واګنسولد هم قران شریف څیرې کړ چي دغه وحشیانه اقدامات له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شول.

د غبرګونونو د بهیر په دوام کې دا ځلې په افغانستان کې له خوست وروسته په کندهار کې خلګو د سوېډن په خلاف مظاهرې وکړې او د دې هیواد بیرغ ته یې اور واچوه.

مظاهرکوونکو د اسلامي مقدساتو سپکاوی یوه غیرانساني او غیر اخلاقي عمل وباله او د نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه وکړه چي د دغو سپک سپورو په وړاندې چوپه خوله پاته نه شي.

له دې مخکې، په ننګرهار،زابل، خوست او پکتیا کې هم پراخې مظاهرې شوې وې او د طالبانو د حکومت چارواکو هم د قران د سپکاوی ته سخت غبرګون ښودلي وه.